هلمند: ''طالبان خلک د کوکنارو کر ته هڅوي''

کوکنار
Image caption د هلمند سیمه یيز چارواکي وايي چې د تېرو کلونو د کمپاينونو له کبله يې په پرله پسې ډول د اپينو توليد کم کړى و.

په هلمند کې د کوکنار د کروندو کمپاين ايله دوه ورځې مخکې د هلمند د والي گلاب منگل له خوا په مارجې ولسوالۍ کې پيل شو.

د افغانستان په سوېل کې د هلمند ولايت سيمه ییز چارواکي وايي چې د کوکنار ضد کمپاين له پيلېدو سره همهاله د کمپاين پر ډلو د وسله والو طالبانو له خوا بريدونه پيل شوي دي.

د هلمند د والي وياند داود احمدي بي بي سي ته وويل چې د وروسيتو نښتو په ترڅ کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او يو افغان پوليس ټپي دي.

چارواکي وايي وسلوالو طالبانو په هغو ولسواليو کې چې کوکنار پکې کرل کېږي خلکو ته ويلي چې کوکنار وکري او ساتنه به يې دوى کوي.

دا مهال د کمپاين لړۍ يو شمېر نورو ولسواليو ته هم غځېدلې ده، خو سیمه یيز چارواکي وايي چې د بهير له پيل سره وسلوالو طالبانو پر کمپاين ډلو بريدونه پيل کړي دي.

د هلمند د والي وياند داود احمدي بي بي سي ته وويل چې دا بريدونه، په مارجې، سنگين، او د نادعلي په ولسواليو کې شوي دي، چې په ترڅ کې يې اووه تنه وسله وال بريدگر وژل شوي او يو افغان پوليس ټپي دى:

"طالبانو خلک هڅولي، چې کوکنار وکري، نو طالبان به یې د کښتونو ساتنه کوي. له طالبانو سره د کوکنارو د کمپاین له منځه وړلو پرسر جګړه هم شوې ده."

ښاغلي احمدي وويل له دې بريدونو يو ځل بيا دا جوتيږي چې وسلوال طالبان د نشه يي توکيو له مافيا سره ژور اړيکي لري.

وسله والو طالبانو پر دې اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د هلمند سیمه یيز چارواکي وايي دا اټکل ورته گران دى چې سږکال به ددغه ولايت پر څومره خاوره کوکنار کرل شوي وي خو وايي هوډ لري چې ددغه دوه مياشتيني کمپاين پر مهال ټول کوکنار په ترکتورونو واړوي.

چارواکي وايي چې د کروندو تر اړولو مخکې يې خلک پوى کړي وو، بيا يې ورسره کرنيزې مرستې وکړې چې کوکنار ونه کري.

د هلمند سیمه یيز چارواکي وايي چې د تېرو کلونو د کمپاينونو له کبله يې په پرله پسې ډول د اپينو توليد کم کړى و، خو سره له دې هر څه هلمند هغه ولايت دى چې په تير کې د افغانستان په کچه په کې ډير کوکنار کرل شوي دي.

او دا ډيروالى ددې لامل شوى چې افغانستان د نړۍ په کچه د نشه يي توکيو تر ټولو ستر توليدوونکى هېواد وگڼل شي.

ورته مطالب