کامیرون: ولس په افغانستان کې د ''جګړې پایته رسېدل'' غواړي

اوباما او کامیرون د انځور حقوق Getty
Image caption امریکا ته د برتانوي لومړي وزیر په توګه دا د کامیرون لومړی سفر دی.

د برتانیا لومړي وزیر ډېويډ کامیرون ویلي په افغانستان کې د جګړې د پایته رسېدو "عام نظر" په ډېرېدو دی.

نوموړي دا خبرې امریکا ته له رسېدو وروسته کړې دي.

په پام کې ده چې ښاغلی کامیرون له امریکايي ولسمشر بارک اوباما سره

خو مخکې د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي وو چې له افغانستان څخه د پوځيانو په ایستلو کې بیړه نه کوي.

د سپينې ماڼۍ واکمنو د تېر په څېر تر ظاهري خواخوږۍ وروسته بيا په ظاهره داسې ښووله لکه د رښتياګو چې د پنجوايي د کوچنيانو د ډله یيز ه وژنې پلټنه کوي او مجرمانو ته به يې سزا ورکوي.

بارک اوباما د امريکايي پوځ په ټينګه دفاع کوله چې امريکايي لښکر دده په وینا د اخلاقي خاصيت له خوا په ټوله نړۍ کې دده په امريکايي تورو ساري نه لري او په ملکي خلکو کار نه لري.

بارک اوباما دا لا ويل چې داسې کسان دده په خوله د امريکا استازيتوب نه کوي او که دا نښه رښتيا ده ددې کيسې د بشپړې پلټنې امر يې کړی دی.

په خبرو کې يې د امريکايانو تر مخاطبولو وروسته، افغانان هم ياد کړل چې دی ټولو ته ددې خبرې د حساب ډاډ ورکوي چې پوښتنه به يې کېږي.

د امريکايي او ناټو ادعاوو له مخې، د زنګاوات په اوسنۍ پېښه کې يو خو د ځينو نورو سرچينو له مخې څو امريکايي عسکر د افغانانو کورونو ته ور ننوتلي خپله د دوی له قوله يې شپاړس بې ګناه واړه او زاړه تر وژلو وروسته سوځولي دي.

په دغه پېښه کې د نهو ماشومانو ډله یيزه وژنه د لوېديځ مشران په خپله خوله يادوي.

د سې شنبې په ورځ د انګرېزانو لومړی وزير ډېويډ کامیرون هم د سپينې ماڼۍ له واکمنو سره د خبرو لپاره واشنګټن ته راغلی چې د مجلس اصلي خبره يې د افغانستان جنګ بلل کېږي.

بارک اوباما ويل چې د واشنګټن او لندن تګلاره سره يوشی او موږ دواړه د افغانستان له جنګه کرار کرا راپرشا کېږو او وار په وار کرزي ته واک ورسپارو.

نوموړي وویل چې د دوبي ترپای پورې درويشت زره نور امريکايي ځواکونه هم له جنګه راباسي.

په ظاهره يې يو بحث په ۲۰۱۴ زېږديز کال کې د کرزي رژيم ته د ټول واک د ورسپارلو موضوع بلل کېږي.

د افغانستان جګړه اسانه نه ده

د انځور حقوق AP
Image caption اوباما او کامیرون له افغانستان څخه د ځواکونو پر ایستلو غږېږي.

د امريکا ولسمشر اوباما دا خبره په خپله خوله منله چې د افغانستان جنګ اسانه نه دی، خو په ظاهره يې هيله ښکاره کوله چې د خپلو جنګي ملګرو په مټ به په مراد رسېږي.

ويل کېږي چې دواړه به دناټو د هغې غونډې په اړه هم خبرې وکړي چې سږ دوبی کېدونکې ده.

په دغه غونډه کې امريکا او د افغانستان په جنګ کې ټول جنګي ياران تر ۲۰۱۴ کال وروسته د خپلو ځواکونو تر را ايستلو او د جګړې په سمبالولو کې خپلې تګلارې سره سره شريکوي.

د لوېديځ د دوو زورورو هېوادونو واکمن په داسې وخت کې سره کښېني چې دغه پېښې يې د افغانستان په جنګ کې په ښکاره غړي ورتښتولي دي.

ورته مطالب