شاه محمود 'شمس العلوم' د سر په قربانۍ وساته

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
شامحمود د انځور حقوق
Image caption شامحمود، چې لا یې د عمر ډیر پسرلي نه و تیر کړي، اوس په جنوبي و لایت هلمند کې سل ګونو کسانو ته د علم او زده کړې په یوه اتل بدل شوی.

په افغانستان کې د ښوونیز کال پيلېدو ته یوازې د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، په دغه هېواد کې زده کوونکي په تمه دي، چې د خپلې راتلونکو هیلو دروازې به پرانیزي او ښوونځیو ته به ځي.

ښوونځی هغه ځای دی، چې د هر هېواد د راتلونکي نسل برخلیک ټاکي او ښایي همدا لامل وي، چې په تېرو څو لسیزو کې په افغانستان کې د ښوونې برخې ته د لږ پام امله دغه هیواد د نړۍ په ورسته پاتې هیوادونو کې و ګڼل شي.

تر ټولو په یوه تازه پيښه کې، همدا یوه میاشت وړاندې په هلمند کې هغه ځوان، چې لښکرګاه ته یې نژدې یو ښوونځی ساته، د زده کړې او علم د ساتنې لپاره ځان قرباني کړي.

په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف د اوونۍ په ځانګړي راپور کې هغه ګواښونه څیړلي، چې ښوونځیو ته متوجه دي.

شاه محمود، چې لا یې د عمر ډیر پسرلي نه و تیر کړي، اوس په جنوبي و لایت هلمند کې سلګونو کسانو ته د علم او زده کړې په یوه اتل بدل شوی.

Image caption افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، هرڅومره چې لیک لوست نه کوو، هومره به له ستونزو سره مخامخ کېږو.

شاه محمود د هلمند په بولان سیمه کې د خپل ژوند په بدل کې د هغه ښوونځي له منځه وړلو مخه ونیوله، چې څو تنو وسله والو غوښتل د شپې له مخې یې په بمونو والوزوي.

شاه محمود، چې تل یې په ورین تندي د ښوونځي د زده کونکو ساتنه او پالنه کوله، یوازې تر شپږم ټولګي پورې ښوونځی لوستی و، خو هغه د داسې یوه ښوونځي ساتنه کوله، چې سلګونه ماشومانو پکې روزل کېدل.

اوس نو هغه زلمی د تل لپاره له دې نړۍ تللی، خو نوم به یې لکه همغسې، چې د پوهنې وزیر ډاګټر فاروق وردګ یې وايي، د تل لپاره د خلکو په زړه کې پاتې وي.

ښايي شاه محمود به د علم په ارزښت پوهېدلی و، چې نه یې غوښتل د زده کوونکو ښوونځی ویجاړ شي او زده کوونکي د علم له زده کړې لا ډېر محروم شي.

هغه د ښوونځي پر زده کوونکو ان تر دې مهربانه و، چې خپل پلار ته به یې، چې له ده سره یې یو ځای کار کاوه، ویل چې زده کوونکو سره دې په ښوونځي کې د اولادنو په څېر چلند کوي.

تېره میاشت په بګرام کې قرآن کریم ته د سپکاوي په غبرګون مظاهرو د شامحمود پرقربانۍ سیوری غوړولی او د هغه پيغام خلکو ته ورسېد.

خو بیا هم ګڼ شمیر افغانانو د دې هڅه کوله، چې د شاه محمود د قربانۍ پيغام خاموش نه شي.

پراګ میشتې لیکواله، ملالۍ بشير د لومړي ځل لپاره په ټولنیزه انټرنیټي پاڼې فیبس بوک کې د هغه د قربانیو یادونه وکړه، چې اوس سلګونه کسان د شاه محمود قرباني د صداقت یوه بېلګه ګڼي.

اغلي بشیر وايي، نړۍ باید وپوهېږي، چې په افغانستان کې د شاه محمود په څېر کسان هم شته.

اوس نو د شاه محمود کورنۍ، چې نولس غړي لري له خپلې سیمې لښکرګاه ښار ته کوچېدلې ده او هلته په کرایي کور کې مېشت دي. د هغه پلار وايي، چې ان د کور د کرایې پیسې هم نه لري او چا یې تر اوسه لاسنیوی هم نه دی کړی.

خو ایا د دغسې یوه زلمي، چې لا یې میرمن د پلار په کور د هغه په تمه ده، قرباني د ستایلو نه ده؟

خو د شامحمود په مرګ د ښوونځیو پر وړاندې د ګواښونه کیسه لا پای ته نه ده رسېدلې. په داسې حال کې، چې یواځې څو ورځې د نوي ښوونیز کال پيلېدا ته پاتې دي، همدا څو ورځې وړاندې په بادغیس کې یو ښوونځی وسوځول شو.

افغان حکومت، چې په تیره یوه لسیزه کې یوه له تر ګردو لویه لاسته راوړنه د زده کړې پرمختګ ګڼي، هڅه کوي، چې ولسمشر کرزي یو ځل بیا د نوي ښوونیز کال له پيل وړاندې له افغانانو ښوونځیو ته د خپلو اولادونو د استول غوښتنه وکړه.

Image caption دا مهال زرګونه افغان نجونې ښوونځیو ته ځي.

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، هرڅومره چې لیک لوست نه کوو، هومره به له ستونزو سره مخامخ کېږو:

''که چېرې مو ځان ونه رساوه، زده کړې مو ونه کړې، تعلیم مو ونه کړ اوولس پنځلس کاله وروسته، چې د نړۍ پيسې پر موږ قطع کېږي، نو بیا له ستونزو سره مخامخ کېږو. کومې ستونزې، چې موږ ورسره مخامخ شوي یو، لامل یې داوه، چې په هیواد کې مو تعلیم نه و. پاکستان پياوړی صاحب منصب لري، موږ یې هم باید ولرو، چې دا د زده کړو په مرسته کېږي، ایران راکټ جوړولی شي، چې داکار د تعلیم په مرسته کېږي. نو بیا راځئ تعلیم، تعلیم ، تعلیم او تعلیم وکړﺉ. نو اولادونه مو ښوونځیو ته ولېږﺉ او درسونه ووایئ.''

په افغانستان کې ټول په دې باور دی، چې په دغه هیواد کې د سولې، ټیکاو د روانو بدبختیود غوڅېدا یوازینۍ لاره او تعلیم دی. خو ښایې داسې کسان هم وي، چې په دغه هیواد د ښوونې دبهیر مخنوی وکړي. اوس پوښتنه دا ده، چې ولې ښوونځي په نښه کیږي؟

په ټوله کې خلک په دې باور دي، چې د افغانستان دښمنانو په منځ کې داسې کسان هم شته، چې د دین او مذهب له نوم په ناوړه ګټه اخیستنې دغه ډول کارونو ته ملاتړي.

په افغانستان کې د ښوونځیو د سوځولو او ښوونځیو ته د زده کوونکو د تګ د مخنیوي پړه د دولت په وسله والو مخالفانو او په ځانګړي په طالبان ور اچول کېږي. خو ذبیح الله مجاهد، چې ځان د و سله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، وايي، په پالیسۍ کې یې د ښوونځیو په نښه کول او سوځول شامل نه دي.

که څه هم ښاغلي مجاهد وايي، هڅه کوي د هغو کسانو مخه ونیسي، چې د دوی تر واک لاندې سیمو کې ښوونځي سوځوي خو یو شمېر خلک بیا وایي داسې څه یې تر اوسه نه دي لیدلي، چې وسله وال طالبان دې د ښوونځیو د سوځېدو مخنیوی وکړي.

خو لا پوښتنه همغسې په خپل ځای پاتې ده، که وسله طالبان وايي، چې ښوونځي سوځول د دوی د پالیسۍ برخه نه ده، نو څوک دغه کار کوي؟

د رسمي شمیرو له مخې په ټول افغانستان کې اوس هم سلګونه ښوونځیو د ناامینو له امله تړلي دي، چې ډیره برخه یې د هیواد په سویل کې دي. شاوخوا دوه لکه زده کوونکي اوسمهال په افغانستان کې د زده کړو له نعمته بې برخې دي.

ورته مطالب