د هرات بې وزله ماشومانو ته خبریالي ورښودل کېږي

نجیب الله رحماني د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption نجیب الله رحماني وايي د ټولنې پروړاندې یې خپل مسؤولیت په خبریالۍ کې وپېژانده.

د سړک د غاړې شل تنه کارګر ماشومان د ژورنالیزم اته میاشتني ښوونیز کارځای نه په هرات کې فارغ شوي او د کمکیو خبریالانو په توګه په دې ډګر کې کار ته چمتو دي.

دغه پروګرام د اروپايي اتحادیې په مرسته د کلید رادیو لخوا په دې موخه ترسره شوی چې بې سرپرسته ، کارګر او زیان منونکي ماشومان د دې موقع پیدا کړي چې د رڼا راتلونکي په لور ګامونه اوچت کړي.

بې سرپرسته نجونې او هلکان یتیمان او یا بې وزله ماشومان د دوی برخلیک په وار وار د نړیوالو او سیمه يیزو رسنیو د رپوټونو موضوع ګرځېدلې، خو دا ځل خپله یو شمېر داسې ماشومان د کمکیو ژورنالیساتو په توګه د نورو پر ستونزو رپوټونه جوړوي.

تراوسه په هرات کې ۱۳ نجونې او اووه هلکان چې د مختلفو ساتنځیو نه غوره شوي اته میاشتې د کلید په سیمه يیزه رادیو کې د ژورنالیزم په ډګر کې نظري او عملي زده کړې کړي او د نوموړي رادیو څخه یې رپوټونه خپاره شوي هم دي.

آرزو محمدي چې د ترکمنو ځوانانو د ټولنې لخوا دې کارځای ته ورپېژندل شوې ده وایي دوی زیاتې سختۍ ګاللې، خو اوس په دې پوه شوې چې هغه کسان تر دې ډېرې ستونزې لري چې خپله یې په اړه رپوټونه جوړ کړي:

''موږ فکر کاوه چې موږ به ښایي بې وزله یو، خو کله چې موږ د نورو په هکله رپوټونه جوړ کړل په دې پوه شوو چې دوی تر موږ بې وزله دي هر انسان باید په دې وپوهېږي چې د سړک د غاړې ماشومان څه شي ته اړتیا لري څه ډول باید وروزل شي.''

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption آرزو محمدي د ترکمنو ځوانانو د ټولنې لخوا دې کارځای ته ورپېژندل شوې ده.

نجیب الله رحماني ۱۵ کلن کمکی خبریال دی. نوموړی هم وایي د هغې نه وروسته یې خپله ټولنه وپېژنده چې د خبریال په توګه یې عملي کار پیل کړ:

''موږ خپله ټولنه خلک او سرچینې وپېژندلې. په دې پوه شوو چې زموږ ښار او زموږ هېواد بې وزله افغانستان څومره ستونزې لري ماشومان له څومره ستونزو سره مخامخ دي. هغه ماشومان چې بې سرپرسته دي او د سړکونو په غاړه شپې سبا کوي په ډېر بد حالت کې دي.''

یوه معلوله نجلۍ هم په دې ښوونیز کارځای کې د ژورنالیزم په ډګر کې ډیر څه زده کړي.

نوموړې وایي اوس په خپلو مسلکي وړتیاوو ښه پوهېدلې ده:

''ما پر ځای اعتماد هم نه درلود، ما ویل زه یو معلوله نجلۍ یم، خو اوس په دې پوهېږم چې معلولین هم کولای شي خپلې ټولنې ته خدمت وکړي.''

د سړک د غاړې کارګرو ماشومانو ته دغه ښوونیز پروګرام په دې موخه ترسره شوی چې دوی د دې موقع پیدا کړي چې د رڼا راتلونکې په لور ګامونه اوچت کړي.

په هرات کې د کلید د رادیو مشر سید محمد رضا هاشمي په دې باور دی چې دا کمکي خبریالان به د بې روزګارۍ له ستونزې خلاص شي.

ښاغلی هاشمي وایي دغو کمکیو خبریالانو ثابته کړه چې د پام وړ استعداد او وړتیا لري:

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption په هرات کې د کلید د رادیو مشر سید محمد رضا هاشمي په دې باور دی چې دا کمکي خبریالان به د بې روزګارۍ له ستونزې خلاص شي.

''ډېر وخت چې ما د دوی رپوټونه اورېدل، نو لیدل به مې چې د دوی رپوټونه تر هغو رپوټونه ښه وو چې موږ به خپله جوړول. موږ دغه ماشومانو ته دنده سپارلې وه چې په نشه یې توکو د روږدو ماشومانو په اړه رپوټ جوړ کړي. دوی اووه کلن معتاد ماشومان موندلي وو او د دوی سره یې مرکې کړې وې او د ډیرو نورو مسایلو په هکله هم دوی ورته فعالیت درلود.''

د سړک د غاړې کارګرو ماشومانو ته د ژورنالیزم ښوونیز کارځایونه هممهاله د افغانستان په ځینو نورو لویو ښارونو کې هم جوړ شوي دي.

دا ډول کارځایونو ته د ۱۵ نه تر ۱۸ کلن هغه ماشومان وربلل کېږي چې د لیک او لوست وړتیا ولري.

د سړک د غاړې کارګرو ماشومانو د برخلیک په اړه په دې وروستیو څو کلونو کې ډېرې اندېښنې راپارېدلې او اوس تمه کېږي چې د دوی د رڼا راتلونکي لپاره په پراخه کچه ګامونه اوچت شي.

ورته مطالب