کرزی: نړیوال ځواکونه دې له کلیو راووځي

حامد کرزی او لیون پنېتا د انځور حقوق
Image caption ولسمشر کرزي یوځل بیا په کندهار کې د ولسي وګړو وژنه د افغانستان پر خلکو ظلم او بې رحمانه برید وباله.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له نړیوالو ځواکونو له کلیو او بانډو د راوتلو غوښتنه وکړه.

نوموړي دا څرګندونې د امریکا له دفاع وزیر لیون پنېتا سره په ارګ کې د خبرو پرمهال کړې دي.

له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، حامد کرزي له لیون پنېتا وغوښتل چې نړیوال ځواکونه باید د کلیو او بانډو پرځاى پخپلو پوځي اډو کې ځای پرځای شي.

د امریکا دفاع وزیر پرون (چهارشنبه/ مارچ ۱۴) په یوه ناڅاپي سفر هلمند او بیا کابل ته تللی دی.

د ارګ ویناپاڼه کاږي، ولسمشر کرزي ویلي د هېواد امنیتي ځواکونه پخپله په کلیو کې د امنیت نیولو وړتیا لري.

ولسمشر کرزي له دغه جګپوړي امریکايي چارواکي سره افغان ځواکونو ته د امنیت د سپارلو پر سر هم خبرې کړې دي.

''۲۰۱۴نه، ۲۰۱۳ کال''

د ولسمشرۍ دفتر وايي، حامد کرزي د امریکا دفاع وزیر ته وویل:''جمهور ریس زیاته کړه چې دواړه خواوې دې پر دې کار وکړي چې له نړیوالو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤولیتونو د لېږد بهیر، د ۲۰۱۴ کال پرځای په ۲۰۱۳ کې بشپړ شي.''

حامد کرزي لیون پنېتا ته ډاډ ورکړی، چې اوس افغان ځواکونه د بشپړ امنیت نیولو جوګه شوي، او هرڅومره چې امکان لري، د لېږد بهیر دې ژر افغانانو ته وسپارل شي.

بل خوا، د امریکا دفاع و زیر وايي، چې له افغانستان سره د ستراتیژیک تړون په خبرو کې پرمختګ کړی.

وزیر لیون پنېټا وايي، چې له ولسمشر کرزي سره په خبرو کې دې پایلې ته رسیدلی، چې داوړه اړخونه له شیکا ګنفرانس وړاندې، د ستراتیژيکې اوږدمهالې ملګرتیا تړون لاسلیک کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption لیون پنېتا ژمنه وکړه چې تورن امریکايي پوځي ته به د قوانینو له مخې سزا ورکړل شي.

ښاغلي پنېتا دارنګه ويلي، شپې د عملیاتو پر سر یې هم له ولسمشر کرزي سره کتنه کې خبرې کړي او وايي، چې شپني عملیاتو ته به له خپلو افغان ملګرو سره یو ځای روان ساتي.

د امریکا ددفاع وزیر وویل چې هېواد یې غواړي د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د مسؤولیتونو د لېږد بهیر ژر او په موفقانه ډول سرته ورسېږي.

ولسمشر کرزي یوځل بیا په کندهار کې د ولسي وګړو وژنه د افغانستان پر خلکو ظلم او بې رحمانه برید وباله او په راتلونکي کې یې ددا ډول پېښو د نه تکرار ټينګه غوښتنه وکړه.

کرزي له پنېتا د کندهار د پېښې په اړه د رڼو پلټنو او د تورن د محاکمه کولو غوښتنه وکړه.

ورته مطالب