لیون پنېتا: شپني عملیات روان ساتو

لیون پنېتا د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي پنیتا افغانستان ته پر داسې مهال سفر کړی و، چې په کندهارکې د یوه امریکا سرتیري له خوا د شپاړلسو ولسي وګړو پر وژنه په ټول افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې کرکې راپاریدلې دي.

د امریکا دفاع و زیر وايي، چې له افغانستان سره د ستراتیژیک تړون په خبرو کې پرمختګ کړی.

وزیر لیون پنیټا وايي، چې له ولسمشر کرزي سره په خبرو کې دې پایلې ته رسیدلی، چې داوړه اړخونه له شیکاګو کنفرانس وړاندې، د ستراتیژيکې اوږدمهالې ملګرتیا تړون لاسلیک کړي.

د امریکا دفاع وزیر لیون پنیټا وايي، له ولسمشر کرزي سره په خبرو کې دواړه اړخونه په دې راضي ښکاریدل، د دواړ هیوادونو ترمنځ ستراتیژیک تړون له شیکاګو غونډې وړاندې، چې نژدې دوه میاشتې وروسته په امریکا کې جوړیږي، ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي.

ښاغلي پنیتا، چې امریکا ته یې له سفر وړاندې په د کابل په هوايي ډګر یو شمیر خبریالانو ته خبرې کولې وویل، په تیر سفرونو کې یې له افغان مشرانو سره د ستراتیژیک تړون په اړه یو لړ ستونزې درلودې.

خو وايي، په دې دوه ورځنی سفر کې له افغان چارواکو سره په کتنو کې د دې پایلې ته رسیدلې، چې دواړه لوري له شیکا ګو غونډې وړاندې د ستراتیژیک تړون لاسلیکدو راضي ښکاریدل:

''په تیرو سفرونو کې ما د ستراتیژیک تړون په اړه انديښنه درلوده او ویره مې لرله، چې څه ډول به موږ یو ښه ستراتیژیک تړون لاسلیک کړو، خو په دې سفر کې، چې له هر چا سره، مې خبري کولې، په بشپړډول له دغه تړون سره موافق وو.''

''له ولسمشر کرزي سره په خبرو کې داسې راته مالومه شوه، چې ښاغلی کرزی د ستراتیژیک تړون په اړه د خبرو بشپړتیا ته روښانه لیوالتیا لرلې او زه ډیر ډاډمن یم چې دغه تړون به موږ لاسلیک کړو.''

که څه هم د امریکا دفاع وزیر په خپلو خبرو کې تر ډیره هڅه کوله، چې افغانستان ته خپل دوه ورځنی سفر ګټور وښيي، خو د افغانستان د ولسمشرۍ له ماڼۍ نه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر کرزي له لیون پنیتا سره خبرو کې له هغه غوښتنه کړې، چې خپل ځواکونه دې د افغانستان له کلو او بانډو نه دهغوی قرارګاوو ته ورټول کړي.

په خبرپاڼه کې ښاغلي کرزي ویلي، افغان ځواکونه د دې وړتیا لري، چې دکلو او بانډو امنیت په خپله وساتي. خو له دې سره سره ښاغلي پنیټا په شپنیو عملیاتو یو ځل بیا ټینګار کاوو او دغه ډول عملیات یې د ترهګرو د مشرانو نیول لپاره اړین بلل:

د انځور حقوق
Image caption ولسمشر کرزي د امریکا له دفاع وزیر سره په خبرو کې له کلیو او بانډو د ناټو ځواکونو د راوتلو غوښتنه وکړه.

''موږ د هغه څه په اړه ګټورې خبرې لرلې، چې ولسمشر کرزي او موږ یې په اړه انديښنه درلوده او زه هیلمن یم چې دغه خبرې به زموږ اندیښنې لرې کړي. خو پام مو وي، چې شپنې عملیات زموږ د وړتیا او د ترهګرو د مشرانو نیولو لپاره، چې د افغانستان بې ثبات کول غواړي، خورا مهم دي. موږ اړتیا لرو، چې شپنې عملیات روان وساتو او دغه عملیات به له افغانانو سره په ګډه مخ ته وړو.''

ښاغلي پنیتا افغانستان ته پر داسې مهال سفر کړی و، چې په کندهارکې د یوه امریکا سرتیري له خوا د شپاړلسو ولسي وګړو پر وژنه په ټول افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې کرکې راپاریدلې دي.

ښاغلي پنیټا ویل، له ولسمشر کرزي سره یې په خبرو کې هغه ته یو ځل بیا ډاډ ورکړی، هغه امریکا یې سرتیري به عادلانه د امریکا له پوځي قانون سره سم محاکمه کوي .

ورته مطالب