کرزی: امریکا په ۲۰۱۳ کې د امنیتي لېږد د بشپړېدو وړاندیز ومانه

کرزی د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption ښاغلي کرزي وویل، چې په بګرام کې له امریکايي قومندان یوځل بیا وغواړي چې دغه تورن پوځي ته سزا ورکړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما ورسره منلې، چې د امنیتي چارو لېږد به په ۲۰۱۳ کال کې بشپړېږي.

نوموړي دا څرګندونې په ارګ کې د کندهار پنجوايي ولسوالۍ د قربانیانو له خپلوانو سره په یوه ناسته کې کولې.

تېره ورځ (پنجشنبه/مارچ۱۵) ولسمشر حامد کرزي د امریکا له دفاع وزیر سره په خبرو کې له مهالوېش یو کال مخکې د امنيتي چارو د لېږد د بهیر پر بشپړېدو ټينګار وکړ.

حامد کرزي له کندهاره کابل ته ورغلو کلیوالو ته ډاډ ورکړ، چې ګني د کندهار د پېښې په اړ یې حکومت له امریکا جدي پلټنه غواړي:

((د امریکا له حکومت سره زموږ جنجال د کندهار پر پېښه ښکاره دی. دا چې دا د یوه لېوني کار نه دی، او افغانستان یې د پلټنې جدي غوښتنه کوي.))

ښاغلي کرزي وویل، چې په بګرام کې له امریکايي قومندان یوځل بیا وغواړي چې دغه تورن پوځي ته سزا ورکړي.

حامد کرزي له کندهاره ورغلو کلیوالو ته وویل، چې له امریکا یې په جدي توګه غوښتي چې نړیوال ځواکونه د افغانستان له کلیو او بانډو ووځي:

((پرون مې په رسنیو کې دا خبره په ډاګه کړه، چې دوی دې زموږ له کلیو ووځي، د امریکا دفاع وزیر وویل چې د شیکاګو په راتلونکي کنفرانس کې به دا خبره مطرح کړو. ما ورته وویل، دا کار چې دوه کاله وروسته کوﺉ، یو کال مخکې یې بشپړ کړﺉ. پر دې یې موافقه راسره وکړه.))

ورته مطالب