''۱۶ افغانان وژونکی امریکایی پوځي پوره روغ نه و''

جان هينري بروان د انځور حقوق Reuters
Image caption مدافع وکيل جان هينري بروان وويل، وار د مخه له دغه عسکر سره غږيدلى چې کويټ کې په يوه پوځي اډه کې ساتل کېږي.

د هغه امريکايي عسکر ،چې په افغانستان کې د شپاړسو ولسي افغانانو پر وژلو تورن دى ، مدافع وکيل وايي اټکل نه کوي ، چې دغه عسکر دې راتلونکو څو اونيو کې محاکمه شي.

مدافع وکيل د هغه نا نومول شوي امريکايي عسکر دفاع کړې ده، چې د تيرې يکشنبې په ورځ د شپاړسو ولسي افغانانو پر وژلو تورن دى.

هغه وويل، اټکل نه کوي، چې دغه امريکايي عسکر چې دى يې دوسيه پر مخ بيايي راتلونکو څو اونيوکې پړ وخېژول شي.

مدافع وکيل جان هينري بروان وويل، وار د مخه له دغه عسکر سره غږيدلى چې کويټ کې په يوه پوځي اډه کې ساتل کېږي.

ښاغلي بروان وويل، دغه عسکر چې عراق کې يې درې دورې خدمت بشپړ کړى، ده ته ويلي دي، چې له اړينې روزنې پرته افغانستان ته استول شوى وو.

دغه وژنې افغانستان کې غوصه راوپاروله او دننه په افغانستان کې په يوه پرانيسته محکمې کې د هغه د محاکمې غوښتنې شوې وي.

افغان ولسمشر حامد کرزي له امریکايي دفاع وزیر سره په خبرو کې د تورن امریکايي پوځي پر محاکمه کولو ټینګار وکړ.

براون ویلي، چې موکل یې دده په ټکو ''د ارام طبعیت'' څښتن دی، او له مسلمانانو کرکه نه لري.

دغه مدافع وکیل، چې وړاندې یې هم د ځینو مشهورو مجرمانو دفاع کړې ده، ویلي چې موکل یې واده کړی او دوه ماشومان لري.

براون دا هغه وروستي رپوټونه هم رد کړل چې ګني دغه تورن امریکايي له خپلې ښځې سره هم ناوړه چلند کړی او برید یې د نشې په حالت کې کړی دی.

''هیجان''

بل خوا، نیویارک ټایمز ورځپانې د یوه پوځي چارواکي په حواله ویلي، کله چې تورن پوځي ته د څلور ځل لپاره د پوځي خدمت خبره وشوه، ''هیجاني شو'' او په ټینګار یې وویل چې د څلور ځل لپاره پوځي خدمت ته نه ځي.

دغه چارواکي ویلي ''کله چې ددې پېښې جزییات رادبره شول، اصلي سبب یې د تورن کورنۍ ستونزې، شراب څښل او فشار یادېږي.''

دغه تورن امریکايی پوځي له افغانستان څخه د کویت امریکايي اډې ته لېږدول شوی، چې د نیویارک ټایمز په خبره، په کویت کې یې کویتي خلکو د شتون پرضد احتجاج وکړ او اوس د امریکا کنساس ایالت پوځي زندان ته لېږدېدونکی دی.

ورته مطالب