"امریکا د ملکي افغانانو د وژنې په اړه په تحقیقاتو کې همکاري نه کوي"

د خپريدو وخت: 11:26 گرینویچ - سه شنبه 20 مارچ 2012 - 01 وری 1391

کرزى: دغه کار يو کس نشي کولى

افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي دي دوى په دې باور دي چې د کندهار پنجوايي ولسوالۍ کې د شپاړسو ملکي وگړو وژنه د يوه تن کار نه دى.

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوۍ

ولسمشر حامد کرزي امریکا تورنه کړه چې د یوه امریکايي عسکر له خوا د ۱۶ ملکي افغانانو د وژنې په اړه په تحقیقاتو کې همکاري نه کوي.

ولسمشر کرزي دغه خبره وروسته له هغه وکړه چې د وژل شویو کسانو له خپلو خپلوانو سره یې ولیدل او هغوی ورته وویل چې د دوی پر عزیزانو برید د یوه عسکر له خوا نه بلکې د ډیرو عسکرو له خوا وشو.

ولسمشر حامد کرزی چې په څرګنده پریشانه او اندیښمن بریښیده په ارګ کې د کندهار د پیښې د قربانیانو د کورنیو غړو ته په خبرو کې وویل د افغانستان له کلیو او بانډو د امریکايي ځواکونو د ایستلو له غوښتنې وروسته ولسمشر بارک اوباما ورسره منلې چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې به د ټول هیواد امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپاري.

د پنجوايي د پیښې د قربانیانو د کورنیو له غړو سره د ولسمشر کرزي غونډې ته هغه پلاوی هم راغلی و چې د پیښې د څیړولو لپاره سیمې ته ورغلی و.

د پلاوي مشر لوی درستیز شیر محمد کریمي امریکايي چارواکي تورن کړل چې ددغې پیښې په څیړولو کې یې مرسته نه کوله.

د وژل شویو کسانو خپلوانو په یوه خوله له ولسمشر کرزي نه غوښتنه کوله چې دوی په وینا په پیښه کې ښکیل ټول کسان باید محاکمه شي.

ولسمشر کرزي د قربانیانو د کورنیو د غړو له خبرو اوریدو وروسته وویل داسي ګومان کوي چې په دې پیښه کې یو نه بلکې ډیر امریکايي عسکر ښکیل وو ځکه یې په دې هکله تازه پلټنې پیل کړي دي.

ولسمشر کرزی د کندهار د خلکو له ځینو ننګونکو پوښتنو سره هم مخامخ شو.

د کندهار په پنجوايي ولسوالې کې د امریکايي عسکر له خوا د ۱۶ ملکي کسانو وژنې او د بګرام په هوايي ډګر کې د امریکايي عسکرو له خوا د قران شریف د نسخو سوځونې د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې ترنګلې کړي دي.

ښايي همدا لامل به و چې ولسمشر کرزي د افغانستان له کلیو او بانډو نه د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .