"ستراتيژيک تړون دې له ۲۰۱۴ کال وروسته لاسليک شي"

فيض الله ذکي
Image caption ښايي د افغانستان او امريکا ترمنځ ستراتيژيک تړون د شيکاګو له غونډې وړاندې لاسليک شي.

د افغانستان د حکومت اپوزيسيون چې ځان ملي جبهه بولي وايي له امریکا سره دې ستراتیژیک تړون د افغانستان له نوي حکومت سره لاسلیک شي.

دغه ډله وايي په اوسنۍ حکومت کې پراخ فسا دی او غواړي یوه کوچنۍ کړۍ له دغه ستراتیژیک تړون نه سیاسي ګټه واخلي.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ دېته له غبرګون ښوولو ډډه وکړه او د بيان ازادي يې د هرې ډلې حق وباله.

د حکومت سیاسي مخالفه ډله دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي چې ولسمشر کرزي اعلان وکړ دغه تړون به د شيکاګو له غونډې وړاندې لاسليک کېږي.

د شيکاګو غونډه نژدې دوه مياشتې وروسته جوړېږي.

دوی وايي له امریکا سره د ستراتیژیکي ملګرتیا مخالف نه دي، خو ویره لري چې که دغه سند له اوسني حکومت سره لاسلیک شي، ښایې یوه سیاسي کړۍ به ترې ګټه پورته کړي.

د دغې ډلې ویاند فیض الله ذکي وايي، له امریکا سره ستراتیژیک تړون دې د افغانستان له نوي حکومت سره، چې په ۲۰۱۴ کال کې ټاکل کېږي، لاسلیک شي.

"اوسنی حکومت چې کمزوری مشروعیت لري او مخ په ځوړ دی غواړي له امریکا سره له ستراتیژیک تړون نه یوه کوچنۍ سیاسي کړۍ ګټه واخلي. دوی د دغه سند دلاسکیدو لپاره اړین سیاسي واک نه لري."

پر همدې مهال یو شمیر پوهان بیا د حکومت د مخالفې ټلوالې دغه ډول څرګندونې د ځان لپاره کمپاین بولي.

د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لیوال وايي د ټاکنو په را نژدې کیدو سره د حکومت هر مخالفه ډله هڅه کوي، په ټاکنو کې د بریالیتوب لپاره له هرې ممکنه لارې کار واخلي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتيژیک تړون پر سر خبرې له تېر یو نيم کال راهیسې روانې دي.

د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا تیره اوونۍ افغانستان ته په خپل سفر کې ویلي و، چې د دواړو خواوو ترمنځ په خبرو پرمختګ شوی دی.

خو ښاغلي پنېتا هیله څرګنده کړه چې دغه تړون به د شیګاکو له غونډې وړاندې لاسلیک شي.

ورته مطالب