د ۱۶ افغانانو په وژنه د تورن امريکايي نوم خپور شو

رابرټ بېلز د انځور حقوق Reuters
Image caption د رابرټ بېلز مدافع وکیل وايي موکل يې په عراق کې دماغي ضربه خوړلې ده.

د امريکا متحده ایالاتو د هغه امريکايي نوم خپور کړی چې د افغانستان په سویلي ولايت کندهار کې د شپاړلسو ملکي افغانانو په وژنه تورن دی.

رابرټ بېلز له افغانستان نه کويټ ته واستول شو او د مدافع وکیل له قوله يې ويل شوي چې اوس د پوځي محاکمې لپاره امريکا ته لېږدول شوی چې دغلته به د فورټ ليون ورډ په پوځي زندان کې ساتل کېږی.

له واشکنټن نه د بي بي سي خبريال په خپل راپور کې کاږي د امريکا د دفاع وزارت په افغانستان کې له ډله ييزې وژنې پنځه ورځې وروسته د تورن نوم افشا کړی دی.

رابرټ بېلز د فورت ليون ورډ زندان ته وړل کېږي او ټاکل شوې چې هلته به په دې ۳۸ کلن عسکر د پوځي قانون په رڼا کې د شپاړسو ملکي افغانانو د وژنې تور لګول کېږي.

د کندهار په پنجوايي کې د وژل شويو افغانانو نهه يې کوچنيان وو.

دغه مهال به څارنوالان دا وښيي چې په دغه دوسیه کې د تورن اعدام غواړي که څنګه.

د رابرټ بېلز مدافع وکيل ويلي چې موکل يې بايد هېڅکله هم افغانستان ته نه وای استول شوی، ځکه هغه په عراق کې مغزي ضربه لېدلې وه.

وکيل په دې اړه هم اندېښنه ښوولې چې کېدای شي دا حقوقي مساله، سياسي شي.

ورته مطالب