ولسي جرګې د ۱۳۹۱ مالي کال بودیجه رد کړه

ولسي جرګه د انځور حقوق Reuters
Image caption د ولسي جرګې غړو له دې کبله هم پر مالیې وزارت نیوکه وکړه، چې ګني د امنیتي چارو لپاره یې ډېره بودیجه ځانګړې کړې ده.

د افغانستان ولسي جې د مالیې وزارت له خوا د ۱۳۹۱ مالي کال بودیجه د ناانډول وېش له کبله رد کړه.

ولسي جرګه وايي، چې په بودیجه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ لپاره خورا ډېره بودیجه په پام کې نیول شوې، خو ځینو چارو ته بیا هومره ځانګړې شوې، چې هېڅ کفایت نه ورته کوي.

د ولسي جرګې غړو ویل، چې د ولایتونو لپاره په ځانګړې شوې بودیجه کې توازن یا انډول نشته، او په وینا یې د روغتیا، ښوونې او روزنې په څېر اړینو برخو ته کافي بودیجه په پام کې نه ده نیول شوې.

د ولسي جرګې غړو له دې کبله هم پر مالیې وزارت نیوکه وکړه، چې ګني د امنیتي چارو لپاره یې ډېره بودیجه ځانګړې کړې ده.

وړاندې هم د افغانستان مشرانو جرګې د ۱۳۹۱ کال لپاره ځانګړې شوې بودیجه ناانډوله بللې وه، چې په لړ کې یې د مالیې وزیر هم د څرګندونو لپاره ورغوښتی و.

د افغانستان د مالیې وزارت د ۱۳۹۱ کال لپاره ټول ټال ۴،۸ میلیارد ډالر بودیجه ځانګړې کړې ده، چې له دې ټولګې یې ۲،۷ میلیارده عادي او نوره پراختیايي بودیجه ده.

خو مخکې د مالیې وزارت ویلي وو، چې د لویو سړکونو د جوړولو او د برېښنا په څېر د لویو پروژو لپاره ټولو ولایتونو ته یوشان بودیجه په پام کې نیول امکان نه لري.

ولسمشرۍ ماڼۍ ته بودیجه

د افغانستان د ولسي جرګې غړو پر دې هم نیوکه کوله، چې په بودیجه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته له ټول ټال بودجې شاوخوا ۱.۶ سلنه پیسې ځانګړې شوې، چې په دې کې د ولسمشرۍ د ماڼۍ ساتنه هم شامله ده.

خو د افغانستان حکومت بیا د ولسمشر په ګډون د جګپوړو چاروکو سمه ساتنه په خپلو لومړیتوبونو کې ګڼي، نو ځکه هم مالیې وزارت هومره ډېره بودیجه ورته ځانګړې کړې ده.

هر کال د پراختیايي بودیجې پر سر د حکومت او پارلمان ترمنځ له ډېرو ناندریو وروسته منل کېږي.

د افغانستان د ١٣٩١ کال بودیجه داسې مهال ردېږي چې لا هم د ١٣٨٩ کال پر قطيې يا د لگښتونو د حساب ورکولو پر سر د ولسي جرگې او افغان حکومت تر منځ ناندرې روانې دي.

جرګه وال وايي داسې څوارلس وزارتونه دوى په نښه کړي چې له څلوېښت سلنې يې کمه بودیجه لګولې او بايد ولسي استازو ته ځواب ووايي.

ورته مطالب