''د افغانستان ۱۰۰ ډوله مرغان او ژوي د ورکېدو په حال کې دي''

مرغان د انځور حقوق Bird Life
Image caption د هرات سیمه ییز چارواکي وایي زرکې، بازان، میناوې او ان کارغان ګاونډيو هېوادونو ایران او پاکستان ته په قاچاقی توګه وړل کېږي.

په افغانستان کې نژدې سل ډوله الوتونکي او ژوي د ورکېدو له خطر سره مخامخ دي.

که څه هم په افغانستان کې د ژویو ښکار د یو فرمان له لارې منع کړای شوی، خو لا هم د وحشي ژويو او الوتونکو په ښکار له بنديز سره سره ځینې کسان وحشي ژوي يا ژوندي نيسي او يا يې هم د غوښې او پوستکو د خرڅلاو لپاره ښکار کوي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې ملي ادارې ویاند ډاکتر محمد خالد نسیمي وايي دا مهال لسګونه ډول وحشي ژوي د ورکېدو له خطر سره مخامخ دي، چې دوی یې د ښکار او ورکېدو د مخنیوي په موخه د قانون یوه مسوده د عدلیې وزارت هم استولې ده.

افغان ولسمشر حامد کرزي کرزي د یوه فرمان له مخې په ١٣٨٤ لمريز کال په ټول هېواد کې د پنځو کلونو لپاره پر ښکار بنديز ولګاوه، چې وروسته بیا د چاپېریال ساتنې ادارې په وړانديز په ١٣٨٩ کال د پنځو نورو کلونو لپاره وغځېد.

خو دغه حکم په بشپړ ډول نه دی پلی شوی.

د وحشي ژویو تر څنګ د افغانستان په یو شمېر سیمو کې په ناقانونه ټوګه د ځنګلونو وهل هم روان دي چې د چارواکو په وینا د هوا د ککړتیا د ډېروالي او یو شمېر طبیعي پېښو لامل شوي دي.

Image caption افغانستان کې دا مهال د ښکار قانون نه دی عملي شوی.

تېر کال د هرات ولایت د چاپېریال ساتنې ادارې په سیمه کې د نادرو او ارزښتناکه الوتونکو پر پیر او پلور بندیز لګولی و او د پولیسو په مرسته یې د نادرو مرغانو یوشمېر پلورونکي نیولي هم وو.

او تر هغه وړاندې بیا، په دغه ولایت کې د نادرو مرغانو پر ښکار بندیز لګول شوی و، خو دا لومړی ځل دی چې چارواکي د دا ډول الوتونکو د پلورلو د مخنیوي په موخه عملي ګام پورته کېږي او د ورکېدو په اړه یې اندېښنې په ډېرېدا دي.

ورته مطالب