د پنجوايي مشران: د ولسي جرګې راپور 'د کرکې' وړ دی

د پنجوايي قومي مشران د انځور حقوق AP
Image caption تېره ورځ د ولسي جرګې له خوا د کندهار پنجوايي ولسوالۍ د پېښې پلټونکي پلاوي ویلي چې تورن وژونکي امریکايي له وژلو مخکې پر دوو ښځو جنسي تېری کړی و.

د پنجوايي ولسوالۍ د وژل شوو کسانو کورنیو د افغانستان د ولسي جرګې هغه ادعا په کلکه رد کړه چې ګني تورن امریکايي پوځي تر وژلو د مخه پر دوو مېرمنو جنسي تېری کړی و.

دوی په کندهار کې یوه خبري کنفرانس ته د غږېدو پرمهال دغه ډول تور د هغوی په وینا، د ټولو پښتنو سپکاوی وباله.

دغو کسانو د هغو وکیلانو محاکمه وغوښته چې دغه خبره یې په ولسي جرګه کې راپورته کړې ده.

له ولسمشر کرزي په تر خبرو وروسته د قومي مشرانو دغه دیرش کسیزه پلاوي د کندهار پر هوايي ډګر خبریالانو ته خبرې کولې.

د پنجوايي ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي سید محمد عظيم اغا وویل چې د ولسي جرګې دا څرګندونې د منلو نه دي:

''یو غلط راپور چې زموږ د ولس ډېره کرکه ترې شوې ده، دا خبره په هېڅ ډول موږ نه شو منلی. د افغانستان بچی وي او افغان وي، داسې خبره نه کوي. دلته خبریالان او د سیمې خلک هم شته، تر اوسه هېچا هم دا خبره نه ده اورېدلې.''

تېره ورځ د ولسي جرګې له خوا د کندهار پنجوايي ولسوالۍ د پېښې پلټونکي پلاوي ویلي چې تورن وژونکي امریکايي له وژلو مخکې پر دوو ښځو جنسي تېری کړی و.

بل خوا، د امریکا پوځ وايي د هغو کسانو کورنیو ته تاوان ورکوي چې څو ورځې وړاندې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې ووژل شول.

دغه خبره د امریکا د پوځ یوه حقوقي سلاکار چې نه غوښتل نوم یې څرګند شي، په یوې ناستې کې وکړه.

دغه حقوقي سلاکار دا هم وویل چې د ۱۶ ملکي افغانانو په وژنه تورن امریکايي پوځي به د یوې اوونۍ په موده کې په رسمي توګه تورن شي.

له موکل سره کتل

د هغه امریکايي پوځي مدافع وکیل، چې په کندهار کې د ۱۶ ولسي وګړو په وژلو تورن دی، وايي نن له خپل موکل سره په زندان کې ګوري.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د وکیل جان هینري په حواله ویلي چې پر بریدمل رابرټ بېلز لګېدونکي تورونه لاهم تر څېړنې لاندې دي.

ښاغلي هینري وویل، که دی محکمې ته وړاندې شو، شونې ده چې د پېښې افغان شاهدان او د وژل شوو د کورنیو غړي هم امریکا ته د شهادت لپاره وروستل شي.

دغه احتمال پرون د امریکا په سفارت کې د پوځي یوه حقوقي سلاکار چې نوم یې نه دی ښودل شوی، یاد کړ.

سلاکار دغه راز ویلي وو چې د بریدمل بېلز د محاکمې تر پایته رسېدو مخکې د مخه به د هغه له خوا د وژل شوو خپلوانو ته تاوان ورکړل شي.

ورته مطالب