په وردگو کې پوهنتون پرانيستل کيږي

د انځور حقوق Getty
Image caption وسمهال په افغانستان کې شپږ ويشت حکومتي پوهنتونونه او د لوړ زده کړو ښوونيز بسټونه شته دي.

د ميدان وردگ ولايت سيميز چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د پوهنتون جوړولو لومړۍ چارې په تير لمريزکال کې بشړې شوې دي او اوس د لوړو زده کړو وزارت پريکړه کړې چې ددغه پوهنتون د يوه پوهنځي دروازې بايد سږ کال د زده کونکو پر مخ پرانستل شي.

د ميدان وردگ ولايت والي حليم فدايي وايي دا پروژه يې ځکه په خپلو لومړيتوبونو کې راوستې وه چې د ولس يوه هميشنۍ غوښتنه وه.

"موږه په خپل کاري پلان کې د ميدان وردگو په ولايت کې د حکومتي پوهنتون جوړول،په پروژو کې ونيول چې د ولس دايمې غوښتنه وه،لومړي کارونه يې بشپړ شول او له لوړو زده کړو وزارت سره دې نتيجې ته ورسيدو ،چې که خداى کول په ديارلس او يو نويم کال کې به موږ د کرنې له پوهنځي نه په دې ولايت کې د پوهنتون جوړولو چارې پيلوو".

چارواکي وايي د پوهنتون د ودانۍ د جوړولو لپاره درې سوه جريبه ځمکه ځانگړې شوې ده،او د لگښت لپاره يې هم د يو شمير اړوندو حکومتي بنسټونو سره گټورې خبرې شوې دي.

خو د اوس لپاره به د کرنې پوهنځى په يوه بله ودانۍ کې پرانستل شي چې د تدريس لپاره به د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي استادان ورځي،دغو استادانو ته ځانگړي امتيازونه په پام کې نيول شوي دي.

د ميدان وردگ والي وايي چې وروسته به په ميدان وردگ پوهنتون کې د اقتصاد،کمپيوټر ساينس او نور پوهنځي هم پرانستل شي.

وسمهال په افغانستان کې شپږ ويشت حکومتي پوهنتونونه او د لوړ زده کړو ښوونيز بسټونه شته دي.

چې ځينې کارپوهان يې د کدري وړتياو په اړه انديښنه لري او وايي چې يو شمير يې وړ ښوونکي نه لري.

په همدې ترڅ کې هر کال د هغو زده کوونکو شميره زياتيږي چې له دولسم ټولگي فارغيږي خو په پوهنتونونو کې د ځاى د نشتوالي له امله له لوړو زده کړو پاتې کيږي

ورته مطالب