امريکا: د افغانستان له جګړې ژر نه را پرشا کېږو

جان الن د انځور حقوق Getty
Image caption جنرال الن وویل کاشکي د جګړې خبرې د خولې خبرې وای، خو د رښتياګو ميدان ډېر زور غواړي.

پردې سربېره، چې واشنګټن ته د افغانستان روانه جګړه ډېره ګرانه تمامه شوې ده، خو په ظاهره یې د ګټلو نارې وهي.

پر واشنګټن دا سیاسي فشار هم دی، چې ګني دا جګړه د دوی په ګټه نه ده، او نه یې ګټلی شي.

خوا مريکايي قومندان جنرال جان الن د جنګي چارو ډلې ته د خپلې شاهدۍ يا د افغانستان د جګړې په راپور کې د جګړې له ډګره د جنګي لښکرو د ژر راپرشا کېدو خبره په ظاهره نه يادوله.

جنرال الن وویل کاشکي د جګړې خبرې د خولې خبرې وای، خو د رښتياګو ميدان ډېر زور غواړي.

دده په وینا، له ياغيانو سره په پوځي او سياسي جنګ کې سل په سل کې خپله خوښه نه شي چلېدلای.

د جګړې په دغه موده کې موږ په ځينو ځايونو کې پرمختګ او پرشاتګ دواړه کړي دي، خو پر سر ددې لوړو او ژور زموږ د لښکرو جنګي او سياسي بهير له خپلې نښې سره دده په خبره برابر روان دی.

جان الن په خپلو خبرو کې پر هغو کړو خبرو چې سپينه ماڼۍ او د بهرنيو چارو وزارت يې په واشنګټن کې زيات وکم هره ورځ خبريالانو ته وايي د یوې- يوې خبري پر ژمنتيا په ظاهره ټينګار ښکاره کاوه.

امریکا او ناټو په ظاهره دا نارې وهي چې بيا افغانستان د لوېديځ په خبره ترهګرو ته پرې نږدي.

د جګړې واک به د کرزي رژيم او امنيتي ځواکونو ته د ناټو د ټولو هغو کړو لوزونو سره سم چې د ناټو د پرتګال په غونډه کې يې کړي دي، وروسپاري.

جان الن په جنګ کې وروستۍ مرګ ژوبله منله چې له تېرې جنورۍ راهيسې د شپږو هېوادونو ۶۰ پوځيان وژل شوي چې ۱۳ يې يوازې د کابل د حکومت امنيتي ځواکونو وژلي دي.

ده په خپلو خبرو کې دا ادعا هم کوله چې په زنګاوات (کندهار پنجوايي) کې د وژل شوو ماشومانو او ښځو په کيسه کې دده په خبره يوازې يوه امريکايي لاس درلود چې په وینا یې پلټنه به ترې وشي.

ويل کېږي چې دا په افغانستان کې د امريکايانو له خوا د قرآن شريف د سوځولو او د ښځو او ماشومانو د ډلې ييزو وژنو او د مړو تر سوځونو وروسته د افغانستان په جنګ کې د کانګريسيانو لومړۍ غونډه بلل کېږي.

خو کانګرس هغه پخوانی کانګرس نه دی، غړي يې د افغانستان په جنګ کې ټول يوه خوله نه دي يو شمېر يې ددې ټينګ ملاتړي دي چې څومره ژر کېږي، امريکايان مازې خپل غوږونه ځنې را خلاص کړي.

د امريکايي واکمنو د ظاهري نښې له مخې، د سږکال تر مني پورې درويشت زره او ددو کالو په بهير کي يوازې د هغو پوځونو د را ايستلو ادعا کوي چې د جنګ په ډګر کې جنګېږي.

له بلې خوا، پر افغانستان د امريکا د يرغل په زمانه کې سرکاري چارواکې کونډوليزا رايس د افغانستان په جنګ کې د واشنګټن پر واکمنو د د زغم غږ کړی دی.

د کابل رژيم

د انځور حقوق AFP
Image caption د امريکا رسنۍ د ادعا سويو شمېرو له مخې د ډېری امريکايانو له انده وايي چې واشنګټن دې خپل ټول لښکر له جنګه راوباسي.

نوموړې ويلي دي چې لس کاله له مخه افغانستان د طالبانو په لاس کې و. د راوتلو ښه لار يې ددې په وینا داده چې د کابل د رژيم امينتي ځواکونه غښتلي شي او امريکا ددې په خبره افغانستان طالبانو ته د ورپرېښولو نيت نه لري.

بل پلو، امريکايي چارواکي دا ادعا هم کوي چې تېرکال يې د کابل د اميني ځواکونو شمېر د زيات وکم دوو لکو څخه درو لکو ته رسولی چې دا به د امريکايي سرکار په وينا د دوی هغه مقصد لاس ته راوړي چې امريکا به خپل ۲۳ زره جنګېدونکي لښکر هم ځنې راوباسي او هم به طالبان د دوی په خبره په زوره جوړې ته مجبور کړي.

د امريکا رسنۍ د ادعا سويو شمېرو له مخې د ډېری امريکايانو له انده وايي چې واشنګټن دې خپل ټول لښکر له جنګه راوباسي.

ددغه شمېرو له مخې، امريکايان تر بل هر وخت له دې جګړې ستړي شوي دي.

ورته مطالب