هیلري کلنټن د کندهار په وژنې بښنه وغوښته

هیلري کلنټن د انځور حقوق AP
Image caption آغلې کلنټن په دې خبرو کې، دا هم وویل که څه هم طالبانو د خبرو د ځنډولو خبره کړې ده، خو امریکا دغو خبرو ته لاهم ژمنه ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هلري کلنټن وايي په کندهار کې وژنه د دې او ولسمشر اوباما لپاره ډېر دردونکي وو.

مېرمن کلنټن وويل هغه سرتېري چې دا کار کړی د امريکا او د امريکا د خلکو د ارزښتونو استازيتوب نه کوي.

دغه امريکايي سرتېري د کندهار په پنجوايي کې شپاړس ملکيان ووژل.

د امريکا او افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو وړاندې له دې چې په واشنګټن کې د افغان ښځو د شورا د جوړېدو د لسمې کليزې مراسمو ته ورشي، په يوه خبري ناسته کې ګډون وکړ.

په دغه ناسته کې مېرمن هلري کلنټن له خپله لوري او دغه راز د ولسمشر اوباما له لوري د کندهار د پېښې په تړاو بښنه وغوښته، ويې ويل هغه سرتېری چې دغه کار يې کړی د امريکا د خلکو د ارزښتونو استازيتوب نه شي کولی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول د امريکا له حکومت نه په دې اړه د جدي پلټنو کولو غوښتنه وکړه.

کابو دوه اوونۍ وړاندې يو امريکايي سرتېری د کندهار په پنجوايي کې څو کورونو ته ورغی او شپاړس کسه يې ووژل چې نهه يې ماشومان وو.

زلمي رسول وویل: "موږ د پېښې په اړه د یوې چټکې او رڼې پلټنې او ددې وژنې د تورن د محاکمې په انتظار یو."

آغلې کلنټن په دې خبرو کې، دا هم وویل که څه هم طالبانو د خبرو د ځنډولو خبره کړې ده، خو امریکا دغو خبرو ته لاهم ژمنه ده.

هغې وویل:''پرېکړه له طالبانو سره ده چې څه کول غواړي. موږ په ډاګه ویلي، چې له دوی سره خبرو ته چمتو یو. زموږ اصلي هدف دا دی چې د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره لار پرانیزو.''

ورته مطالب