مزار شریف کې نوی کال په خورا کلکو مراسمو کې ولمانځل شو

مزار شریف
Image caption د مزار شریف د نوي کال مېلې ته هر کال زرګونه کسان د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ورځي.

د افغانستان د شمالي ولایت بلخ په مرکز مزار شریف کې د نوي کال په ویاړ جوړ شوي مراسم د کلکو امنیتي تدابیرو په لړ کې ترسره شول.

دغو مراسمو کې یو شمېر جګپوړي افغان چارواکي ورغلي وو.

له څو کالو راهیسې په افغانستان کې د نوي کال مراسم ترسره کېږي.

د مزار شریف د نوي کال مېلې ته زرګونه افغانان د هېواد له بېلابېلو سیمو ورغلي وو.

د تېر ۱۳۹۰ هجري لمریز کال له ختمېدا دوه ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت ادارې په مزار شریف کې د نوي کال د مېلې د ګډوډولو او پر جګپوړو چارواکو د بریدونو یوه پنځه کسیزه ډله ونیوله.

د ملي امنیت ادارې ادعا کوله، چې دوی د بلخ د والي مېلمستون ته مخامخ په یوه کور کې ډېر زیات چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي وو، چې د نوي کال په لومړۍ ورځ یې وچووي.

سږنۍ مېلې ته د افغان ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال محمد قیسم فهیم هم ورغلی و.

د افغانستان پلازمېنې په ګډون د هېواد په لویو ښارونو کې د نوي کال د لومړۍ ورځې لپاره سخت امنیت نیول شوی و.

د کابل او مزار شریف په هره کوڅه او لویو لارو کې ګرځېدونکي کسان تلاشي کول او کلکه څارنه یې کوله.

که څه هم څو کاله په افغانستان کې نوی کال لمانځل کېږي، خو یو شمېر کسان یې د لمانځلو مخالفت کوي.

د طالبانو د رژيم پرمهال د نوي کال د مېلې پر جوړولو بندیز لګول شوی و، او دا کار یې د اسلامي شریعت مخالف باله.

ورته مطالب