د امنيتي شرکتونو د فعالیت غځول شوې موده پایته ورسېده

خصوصي شرکت د انځور حقوق AP
Image caption وړاندې، خصوصي امنيتي شرکتونو په افغانستان کې له اتیا زرو تر یو لک پورې وسله وال کسان لرل.

په افغانستان کې د خصوصي امنيتي شرکتونو د فعالیت غځول شوې موده د روان وري (حمل ۲/ مارچ ۲۱) پایته ورسېده.

افغان چارواکو یو شمېر خصوصي امنيتي شرکتونو له وسلو څخه د بې وسلې او ولسي خلکو پروړاندې په ناوړه ګټې اخیستو او ان په انسان تښتونو تورن کړي دي.

ددغه پروګرام له مخې په افغانستان کې ټول خصوصي امنيتي شرکتونه باید د کورنیو چارو وزارت د عامه محافظت له څانګې سره یوځای شي.

وړاندې، په افغانستان کې د دپلوماتیکو ادارو، سفارتونو او د ناټو ځواکونو اړوندو بنسټونو د ساتنې چارې د خصوصي امنيتي شرکتونو کار و.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د عامه ساتنې یوه څانګه یې جوړه کړې ده، چې تر دې مهاله یې شاوخوا شپږ زره په وسلو سمبال کسان ګمارلي دي.

وړاندې، خصوصي امنيتي شرکتونو په افغانستان کې له اتیا زرو تر یو لک پورې وسله وال کسان لرل.

که څه هم افغانستان د خصوصي امنيتي شرکتونو لپاره وروستۍ نېټه د نوي کال ۱۳۹۱ کال پیل ټاکلی و، خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د یو لړ دلایلو له کبله ځينو شرکتونو تر ټاکل شوې مودې پوررې خپل فعالیت پایته ونه شوای رسولی.

وړاندې، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي وو، چې ټول خصوصي امنيتي شرکتونه به تړي.

کرزي دغه خصوصي امنيتي شرکتونه د پولیسو پروړاندې یو موازي عمل کوونکی ځواک وباله، چې په وینا یې دا کار ناامنۍ زیږوي.

ورته مطالب