'برتانیا د افغانستان د فساد په مخنيوي کې ډېر څه نه کوي'

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption رپوټ دا هم وايي چې په افغانستان کې د برتانيا د نړيوالو پرمختيايي چارو وزارت نه دومره کسان لري او نه هم داسې سيستم لري چې د فساد مخه پرې ونيسي.

يو نوى خپور شوى رپوټ ښيي چې د برتانيا د نړيوالې پرمختيا وزارت د افغانستان په خپلو پروگرامونو کې د فساد د مخنيوي لپاره ډېر څه نه کوي.

د اېډ ايمپکټ يا د مرستو د اغيز په نامۀ خپلواک کميسيون چې دغه رپوټ يې چمتو کړى وايي په کابل کې د برتانيا د نړيوالې پرمختيا وزارت مامورين د فساد د مخنيوي لپاره ډير څه نه کوي او داسې سيستم نه لري چې معلومه کړي د مرستو څومره پيسې ضايع شوې دي.

د بي بي سي ديويد لاين له کابله ليکي:

د مرستو د اغېز خپلواک کميسيون د برتانيا د ايتلافي حکومت له خوا په دې هيله جوړ شوى چې د مرستو د پيسو اغېزمنتيا وازمويي.

په افغانستان کې د برتانيا د نړيوالې مرستندويې پرمختيايي ادارې پر کارونو د دوى لومړنى رپوټ دغې ادارې ته د پاى له خوا دويمه درجه ورکوي.

د دې مانا دا ده چې دغه پروگرام سم کار نه کوي او خورا ډير ښه والي ته اړتيا لري.

رپوټ دا مني چې د تاوتريخوالي او جگړې پر وخت د مرستو رسول اسانه نه دي خو دا يې هم موندلې چې دغه اداره په خپلو ډيرو پروگرامونو کې په دې نه پوهيږي چې د مرستو څومره برخه يې اصلآ هغو کسانو ته رسيدلې ده چې ورته اړ وو.

د مرستو د رسولو لپاره گڼې کړۍ چې څو څو برخې دي په دې مانا دي چې اصلي کسانو ته تر رسيدو وړاندې د پيسو ډيره برخه کنډو کېږي.

رپوټ دا هم وايي چې په افغانستان کې د برتانيا د نړيوالو پرمختيايي چارو وزارت نه دومره کسان لري او نه هم داسې سيستم لري چې د فساد مخه پرې ونيسي.

د طالبانو د حکومت له نسکوريدا لس کاله وروسته دا د برتانيا د حکومت د څار د يوې ادارې له خوا تر ټولو لويه نخښه ده چې د دوى يوه اداره په افغانستان کې داسې سيستم او منظمه او بشپړه اداره نه لري چې د مرستو د رسولو لپاره خطرونه کابو کړي.

کارکوونکو د یوې مودې لپاره نشو کولای چې د انټرنېټ له لارې د اړتیا وړ شمېرو ته لاسرسی ومومي.

د داسې کارکوونکو موندل ګرانه وه چې په مالي چارو کې مهارت ولري او له قردادیانو سره د روابطو تنظیمول په دې خاطر ستونزمن وو چې کارکوونکي ژر ژر بدلیدل او یا هم اړ وو چې په سختو شرایطو کې د کار کولو په خاطر ژر ژر رخصتي واخلي.

ورته مطالب