افغانستان: د ۲۰ بندونو جوړول یوولس میلیارد ډالر غواړي

د انځور حقوق AP
Image caption نن د جمیعت ډېروالی، د اوبو د سرچینو کموالی او د اوبو سرچینو ته د ټولو نه لاسرسی په یوه نړيواله ستونزه بدله شوې ده.

افغان حکومت وايي، د هېواد د اوبو د خونديتوب لپاره يې د اوبو د شلو بندونو د جوړولو ارزونه پای ته رسولې ده.

دغه بندونه د کابل سیند په اوږدو کې جوړیږي، چې په جوړولو يې یوولس میلیارد ډالره لګښت راځي.

افغان چارواکو همداراز ویلي، چې په تېرو لسو کلونو کې په ټول افغانستان کې د اوبو شاوخوا دوه زره کانالونه جوړ شوي، چې تر یوې کچې د دغه هېواد د اوبو د کنټرول لپاره ګټور پرېوتي.

افغانستان په کال کې په منځنۍ کچه اووه پنځوس میلیارد متر مکعبه اوبه تولیدوي، خو یوازې له اووه دېرش سلنې يې په کور د ننه کار اخلي.

افغان چارواکي د آمو، کابل، مرغاب، هلمند او کونړ سیندونه د اوبو د سرچینو په توګه یادوي، چې د دوی په وینا ډېره برخه اوبه يې ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته بهېږي.

د اوبو او برېښنا مرستیال وزير شجاع الدین ضيايي وايي، دوی تل د افغانستان د اوبو د خوندیتوب لپاره هڅه کړې:

بنسټیز کارونه

''شاوخوا ۱۸۰۰ پروژې ګټې اخیستنې ته وړاندې شوي، چې تقریباً درې میلیارده متره مکعبه اوبه ورباندې کنټرولیږي، همداراز د هېواد په کچه ۲۰ لوی بندونه ارزول شوي، چې د ډیزاین په حالت کې دي. په شپږو بندونو کار کوو، چې تړون يې لاسلیک شوی او بودیجه ورته ځانګړې شوې او اوس مهال يې ډیزاین او جوړول پیل شوي.''

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت مني، چې په تېرو لسو کلونو کې د اوبو د زېرمه کولو لپاره د پام وړ بنسټیز کارونه نه دي شوي.

ښاغلی ضیايي د دغو کارونو د ځنډېدو لوی لامل د بودیجې نشتوالی او په دې برخه کې پانګونې ته د نړيوالې ټولنې او سوداګرو نه لېوالتیا ښيي:

''تر ټولو لویه ننګونه پانګونه ده، ځکه د اوبو د بندونو د زېرمه کولو په برخه کې پانګونه نه ده شوې، یعنې یوازې مو ارزولي، بودیجه مو ورته نه درلوده. اوس مهال نړیوال بانک او اسیايي بانک په دې برخه کې کارکولو ته لېوالتیا ښودلې. دویم فکټ هم وخت دی، ځکه د بندونو د پروژو کار وخت ډېر نیسي.''

که څه هم افغانستان د اوبو ښې سرچینې لري، خو په دې برخه کې د قوي مدیریت نشتوالی د دې لامل شوی، چې اوبه بې ځایه لاړې شي او پرله پسې وچکالی د هېواد بزګرو ته جدي زیانونه واړوي.

د خپرو شویو شمېرو له مخې د ځمکې اویا سلنه برخه اوبو پوښلې، خو یوازې دری سلنه يي خوږې او د کارونې وړ دي.

نن د جمیعت ډېروالی، د اوبو د سرچینو کموالی او د اوبو سرچینو ته د ټولو نه لاسرسی په یوه نړيواله ستونزه بدله شوې ده.

د ملګرو ملتونو د ټولنې د سږکال شعار، د خوړو او اوبو خونديتوب دی.

د دغې ټولنې سرمنشي بانکي مون په یوه پیغام کې هیله څرګنده کړې، چې نړۍ وکولی شي، د لوږې، وچکالی او سیاسي بې ثباتی د کړکېچ په لمنځه وړلو کې بریالۍ شي.

ورته مطالب