کرزی وايي د ناټو تر وتلو باید پوځ پیاوړی کړو

حامد کرزی د انځور حقوق
Image caption د ښاغلي کرزي ټينګار پر دې و، چې د هېواد وسله وال او دفاعي ځواک پیاوړی شي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې له امریکا سره د همکارۍ پر تړون لاهم خبرې روانې دي.

نوموړي دا څرګندونې په کابل کې د ملي پوځي اکاډيمۍ د فراغت په مراسمو کې وکړې.

حامد کرزي وویل، له امریکا سره د تړون په اړه یې خپل شرطونه وړاندې کړي، چې پر ځینو یې دواړو غاړو موافقه کړې او یو شمېر نور تر بحث لاندې دي:

''له امریکا سره د تړون په اړه په خبرو کې یو، له امریکا سره یوه داسې تړون ته ورسېږو، چې د افغانستان ملي ګټې پکې خوندي وي، زموږ ملي حاکمیت، خپلواکي، او د افغانستان ګټې پکې تثبیت ‎شي. شپني عملیات د خلکو پر کورونو ودرول شي.''

ولسمشر کرزي له امریکا سره د خبرو په تړاو خپل پرمختګونه داسې په ډاګه کړل:

''امریکا ته موږ شرط وړاندې کړی، چې د افغانستان حاکمیت، خپلواکۍ او اختیار ته به پوره درناوی کوي، چې په دې کې هېڅ د بحث ځای نه دی پاتې.

له امریکا او ناټو سره موږ پرېکړه دا شوه چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به تر ۲۰۲۴ پورې نړیواله ټولنه چې په سر کې یې امریکا او اروپا ده، افغان امنيتي دفاعي قوت ته هر کال څلور اعشاریه یو میلیارد ډالر ورکوي. موږ ورسره موافق یو.

خو پوښتنې لرو، افغانستان یوازې د ځواکونو معاش ته اړتیا نه لري، راداد ته اړتیا لري، دفاعي هوايي قوت ته اړتیا لري، جنګي الوتکو ته ضرورت لري، ترانسپورت او چورلکو ته اړتیا لري، که ناټو یا امریکا موږ ته الوتکې نه راکوي، ایا دا پیسې راکول به ددې مانع نه کېږي، چې له نورو هېوادونو لکه روسیې، اوکراین او پاکستان الوتکې واخلو.''

د ښاغلي کرزي ټينګار پر دې و، چې د هېواد وسله وال او دفاعي ځواک پیاوړی شي.

نوموړي د تېرې لس کلنې جګړې اصلي لامل په هېواد کې ناپوهي وبلله:

''افغانستان دیرش کاله جګړې وځپل شو، په دلایلو یې باید پوی شو، ولې شوروي پر افغانستان برید وکړ، ولې زموږ پر هېواد ګاونډيانو د برید توان درلود، ولې افغانستان د هر برید او خارجي لاس ته محتاج دی؟ ایا موږ غیرت نه درلود؟! نه، موږ د نړۍ له هغو غیرتي خلکو یو، چې هېڅ ساری نه لرو، تن په تن جګړه کې له موږ پیاوړي خلک نشته، خو موږ صنعت، ساینس، علم پوهه او مهارتونه نه لرل او تولید مو نه درلود.''

''افغانستان به هله بې ساری قوت ولري، چې زموږ شجاعت او همت د علم له پوهې سره ملګری شي، هغه ستاسې په پوهه او روزنه کې رامنځته کېدای شي.''

د افغانستان ملي پوځي اکاډيمي څلور کاله مخکې پرانیستل شوې، چې تر اوسه یې ۵۹۵ ځوان افسران فارغ کړي دي.

ددې اکاډيمۍ په سمبالښت او چلولو کې ترکیه مرسته کوي.

ورته مطالب