د نورستان د پوليسو د معاش يوه برخه ورکه ده

پوليس
Image caption د نورستان پوليسو ته له تيرو څو مياشتو معاشونه نه دې ورکړل شوي

د نورستان چارواکي وايي له هغو ورکو شوو پيسو يې يوڅه موندلي چې ويل کيدل د پوليسو معاش و.

دا څو مياشتې د نورستان پوليسو ته معاش نه دى ورکړل شوى .

د نورستان امنيه قومندان وايې د مالي مسول ديادښت له کتابچې د دغو پيسو درک موندلى دى.

د نورستان د پوليسو مشر غلام الله نورستانى وايي د تري تم شوو پيسو د موند نې لپاره ټاکل شوي پلاوي ځينې يادښتونه ترګوتو کړي .

ښاغلى نورستانى وايي د قومندانۍ د مالي مسول چې اوس له خبرو لويدلى،د يادښت له کتابچو يې معلومه کړې چې شاوخوا څلور ميليونه افغانۍ نوموړي پوليسو ته د پېشکۍ په ډول او څه يې ان هټيوالو ته پور ورکړي او اوس دوى بيرته ترلاسه کړي دي.

د نورستان امنيه قومندان وايي پلاوي ورته ويلي چې د ناروغ مالي کس يوه بله کتابچه يې هم موندلې چې ښايې نور درکونه هم پکې وي.

د نورستان د پوليسو مشر وايي هغو پوليسو چې پيشکي پيسې يې اخستي اوس به ترې ګرځول کيږي.

چارواکې دا يوه ناقانونه کړنه بولي چې ولې مالي مسول دومره ډيرې پيسې خلکو او پوليسو ته مخکې له مخکې ورکړي خو دغو څرګندونو او ادعاوو ته د نورستان مالي مسول ځواب نه دى ويلى.

دهغه په اړه ويل کيږي چې خورا سخت ناروغه دى.

د نورستان والي تميم نورستاني بې بې سي ته ويلي وو چې د دغه ولايت د شاخوا ٥٠٠ پوليسو معاشونه پنځه مياشتې نه دي ورکړل شوي .

که اوس له دغو ټولو پيسو څلور ميليونه موندل شوي هم وي دا د سلگونو پوليسو د پنځه مياشتو د پاتي پيسو لږه برخه جوړوي .

ورته مطالب