کرزی وايي شتمن افغانان دې پوهنې ته وده ورکړي

د انځور حقوق
Image caption کرزي پر وسله و الو طالبانو هم د ښوونځيو د نه سوځولو او د پوهنې پروړاندې د خنډ نه ګرځېدو غږ وکړ.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د نوي ۱۳۹۱ هجري لمریز تعليمي کال د پرانیستو په غونډه کې د هېواد پر ټولو خلکو غږ وکړ چې د پوهنې د ودې لپاره مرسته وکړي.

حامد کرزي له قومي مشرانو او ديني عالمانو په ټينګه وغوښتل، چې د لیک او لوست لپاره کورنۍ او ماشومان وهڅوي.

نوموړي پر وسله و الو طالبانو هم د ښوونځيو د نه سوځولو او د پوهنې پروړاندې د خنډ نه ګرځېدو غږ وکړ:

''د ښوونځیو سوځول د افغانستان له خلکو، دین او خاورې سره دښمني ده، که دوی د افغانستان د خپلواکۍ ادعا لري، خپلواک افغانستان یوازې د لوستو کسانو په ډېرېدو راتلی شي. ښوونځي مه تړﺉ، ښوونکي، ديني عالمان، زده کوونکي او ددین د زده کړې طالبان مه ځوروﺉ.''

کلتوري بډاینه

د انځور حقوق AP
Image caption حامد کرزي د ښوونځيو زده کوونکي وهڅول چې پر مورنۍ ژبې سربېره باید د بهرنیو ژبو د زده کړې لپاره هم مټې راونغاړي.

د غونډې پرمهال حامد کرزي له هېوادوالو وغوښتل چې د ښوونځي ترڅنګ خپل ماشومان د هنرونو زده کړې ته هم وهڅوي، چې په وینا یې په دې سره د هېواد کلتور بډایه کېدی شي.

همداراز، ده وویل، چې پر مورنۍ ژبې سربېره باید زده کوونکي د بهرنیو ژبو د زده کړې لپاره مټې راونغاړي.

د حامد کرزي ټينګار دا و چې د هېواد شتمن دې د پوهنې په برخه کې مرسته وکړي:

''موږ د ټولې نړۍ له پیسو څخه د افغانستان د لیک لوست لپاره ګټه واخیسته. ایا د پوهنې په برخه کې زموږ خپلو شتمنو خلکو ونډه اخیستې ده، که یې اخیستې وي، مننه یې کوو، که یې نه وي کړې، د مرستې هیله ترې کوو. مېنې دې هم جوړې کړي، خو ترڅنګ یې دې د پوهنې د ودې لپاره هم مرسته وکړي.''

ورته مطالب