امریکایی پوځي د ۱۷ افغانانو په وژنې رسماً تورن شو

تورن پوځي د انځور حقوق BBC World Service
Image caption تورن پوځي ته پرې ټول لګول شوي تورونه اورول شوي دي.

هغه امریکایی سرتېری چې په کندهار کې د ولسي وګړو په وژنې تورن دی، په متحدو ایالتونو کې په رسمي توګه تورن شوی دی.

نوموړی د ۱۷ تنو په قصدي وژنه تورن شوی دی.

په بریدمل رابرټ بېلز همداشان رسمي تور لګېدلی چې د شپږو تنو د وژنې هوډ یې لاره او د شپږو تنو د فزیکي ځورونې.

۳۸ کلن بېلز چې د دوو ماشومانو پلار دی، د امریکا په یوه پوځي زندان کې ساتل کېږي.

افغان سیاسي مشرانو په افغانستان کې د ننه د هغه محاکمه غوښتې وه.

که بریدمل بېلز ګرم وخېژي، د مرګ په سزا محکومېدلی شي.

د روانې مارچ پر ۱۱مه، رابرټ بېلز په کندهار کې د ماشومانو او ښځو په ګډون د ۱۶ ولسي وګړو په وژنې تورن دی.

"هېڅ دلیل"

یوه امریکايي چارواکي بي بي سي ته ویلي، چې بېلز په شپږو قصدي وژنو تورن دی.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ویلي، پر رابرټ بېلز ټول لګول شوي تورونه د کنساس ایالت په فورټ لیونوورت زندان کې د هغه تر غوږونو رسول شوي دي.

ناټو او افغان چارواکو ویلي، چې دغه امریکايي پوځي شپاړس ولسي وګړي وژلي، چې نهه یې ماشومان دي.

خو دا لامل لا څرګند نه دی، چې پر هغه ولې د ۱۷ وژنو تور لګول شوی.

د طالبانو غچ

د تېرې جمعې پر ورځ وسله والو طالبانو وویل، چې د امریکا پر محاکمه باور نه لري.

د ذبیح الله مجاهد په نامه ددغې ډلې یوه ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې "دا له وړاندې پلان شوې وژنه وه، موږ یې په افغانستان کې له مېشتو امریکايي پوځيانو د غچ اخیستو ټينګار کوو. او ددوی په محاکمو هېڅ باور نه لرو. "

که څه هم تر اوسه یوازې یو امریکایی په دې وژنه کې تورن شوی، خو د سیمې اوسېدونکو او ولسمشر کرزي ویلي چې دا د یوه کس کار نه و.

د تورن امریکايي پوځي وکیل جان هینري براون هغه راپورونه رد کړي، چې وايي بېلز د وژنې پرمهال نشه و.

نوموړي تېره اوونۍ وویل، چې بېلز د پېښې په اړه "ډېرلږڅه" په یاد دي.

براون دا هم ویلي چې د بېلز پروړاندې "هېڅ جنايي دلیل نشته" چې په وینا هغه هم دا جرم "نه دی منلی".

وکیل ویلي چې موکل یې په عراق کې د پوځي ماموریت پرمهال سخت ټپي شوی، چې دماغ ته یې ټکان رسېدلی، او اوس افغانستان کې خپل ماموریت غځولو ته چمتو نه دی.

د بېلز د جنایت له کبله د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکي ترینګلي شول، چې په دې لړ کې له افغاني لوري د ناټو د ژر وتنې غوښتنې هم راپورته شوې.

په داسې حال کې چې افغانان د افغانستان د ننه د تورن امریکايي د محاکمه کېدو غوښتنه کوي، شاید د هغه بېلز محاکمه کول څو کاله وخت ونیسي.

له دې پېښې وروسته طالبانو له امریکا سره د سولې د خبرو د درولو اعلان هم وکړ.

ورته مطالب