د وکيلانو ناسوبتيا ولسي جرګه له خنډ سره مخامخ کړې

د انځور حقوق .
Image caption ځينو وکيلانو منلې ده چې د تېرو مياشتو په اوږدو کې ولسي جرګه څو ځلې د نصاب له کمښت سره مخامخ وه.

د افغانستان د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي د ځينو وکيلانو د نصاب د کمښت او يا پرله پسې ناسوبتيا له کبله يې چارې له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوې دي.

ځينو وکيلانو منلې ده چې د تېرو مياشتو په اوږدو کې ولسي جرګه څو ځلې د نصاب له کمښت سره مخامخ وه.

د جرګې لومړي مرستيال په نننۍ غونډه کې په ډاګه وکيلانو ته وويل چې د ناسوبو وکيلانو د تشې د ډکولو لپاره پر نورو لارو غور وکړي.

په تېرو څو کالو کې هم د ولسي جرګې د نصاب له کمښت شکايت کېده، خو داسې ښکاري چې د ځينو وکيلانو ناسوبتيا د هغوی د نصاب د نه پوره کېدو پايله ګرځي.

د ځينو وکيلانو ناسوبتيا سږ کال جرګه له لويې ستونزې سره مخامخ کړې ده.

نن هم د نصاب د نه پوره کېدو له کبله د جرګې وکيلان ونه توانېدل چې پر خپله مشخصه اجنډا بحث وکړي.

له دې کبله ځينو وکيلانو له اداري پلاوي وغوښتل چې د نصاب د کمښت له موضوع سره جدي چلند وشي.

د جرګې يوه غړي نواب منګل وويل:

''د ولسي جرګې هغه غړي چې جرګې ته نه راځي او په خپلو شخصي کارونو لګیا دي، هیله مو داده چې نور د ولس په دردونو ودردېږي، د خپلو جیبونو له ډکولو ډډه وکړي، نور موږ خپل ولس ته سترګې نه شو پورته کولی. که چېرې دا حالت دوام وکړي او غیرحاضري وکړي، موږ به هېڅ پرېکړه ونه کړای شو. ''

پرهمدې مهال، ځينو وکيلانو له جرګې سره د حکومت له چلند هم شکايت درلود، او له خپل اداري پلاوي يې د خپلو ستونزو د هواري په موخه د يوه کميسيون د جوړېدو غوښتنه وکړه.

ځينو وکيلانو دا ادعا هم لرله چې ګني حکومت د ولسي جرګې پرېکړو ته پام نه کوي.

ددې ستونزو په راپورته کېدو سره، د جرګې لومړي مرستيال ظاهر قدير په نننۍ غونډه کې وړانديز وکړ چې د جرګې غړي دې د حکومتي کړنو د جدي څارنې لپاره ګام پورته کړي:

''له خپلو مصوبو چې دفاع ونه کړو، بل څوک یې نه شي کولی. ټول ولس موږ ته سترګې په لار دی چې څه ورته وکړو. هغه وزیران چې رایه مو ورکړې ده، او زموږ د وکیلانو او جرګې درناوی نه کوي، باید یو ځانګړی کمیسیون یې د کړنو د څارنې لپاره جوړ شي، چې قانون ته غاړه کېږدي".

ځينې وکيلان په دې باور دي چې د نصاب کمښت د جرګې پر کاري پروګرامونو ناوړه اغېز کوي.

ورته مطالب