کرزى پر افغانستان، نړيوال کانفرانس لپاره تاجکستان ته ورسيد

د انځور حقوق
Image caption د سيمه ييزې اقتصادي همکارۍ کنفرانس ته ۳۴ نړیوالې ادارې وربلل شوي

افغان ولسمشر حامد کرزی د نوروز په نړیواله مېله او د اقتصادي همکاريو په کنفرانس کې د ګډون لپاره د تاجکستان پلازمېنې دوشنبه کې دی.

د "ريکا" په نوم کنفرانس کې د افغانستان د بېارغونې لپاره د مرستو د جلبولو، د همکاريو د همغږۍ او د سيمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پیاوړتيا پر سر خبرې کېږي.

افغان حکومت هېله من دی چې دغه کنفرانس د سيمې د هېوادونو د اقتصادي همکارۍ په غوړېدو کې اغېزمن پرېوځي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د ريکا يا سيمه ييز اقتصادي کنفرانس کې د ګډون لپاره تاجکستان ته خپل درې ورځنی سفر پيل کړی.

په دغه کنفرانس کې له افغان ولسمشر پرته د پاکستان، ايران تاجکستان مشران او د نړۍ د څلوېښتو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران ګډون کوي.

د دغې دوه ورځنۍ ناستې اصلي موخه افغانستان ته د لا زياتو نړيوالو مرستو جلبول او د دغو مرستو همغږي کول ښوول شوې دي.

د ولسمشر وياند ايمل فيضي وايي پرته له دې چې ولسمشر د اقتصادي همکاريو په کنفرانس کې ګډون کوي د نوروز په مېله کې هم برخه اخلي.

د سيمه ييزې اقتصادي همکارۍ کنفرانس ته ۳۴ نړیوالې ادارې هم وربلل شوي او افغان چارواکي هېله من دي چې دا ناسته به په اوس وخت کې چې افغانستان د بېارغونې په لور درومي اغېزمنه پرېوځي.

د ريکا کنفرانس له ۲۰۰۵ کال راپدېخوا د کابل، نوي ډيلي، اسلام اباد او استانبول په ښارونو کې جوړ شوی او دا ځل يې کوربه د دوشنبې ښار ده.

افغانستان په سيمه ييزه کچه د سوداګريزو اسانتیاوو برابرول او د سيمې د پرمختګ لپاره د اقتصادي همکاريو د کچې لوړول مهم بولي.

موده وړاندې د حيرتان او مزار ترمنځ د ريل پټلۍ بشپړه شوه چې د ريل دغه ليکه افغانستان له ازبکستان سره نښلوي او افغان حکومت هيله ښيي چې له تاجکستان سره هم د ريل پټلۍ ولري.

ورته مطالب