کابل د مخدره توکو د يوۀ مهم کس دمحکومولو خبره کوي

Image caption چارواکي وايي په تيرو درو میاشتو کې د پام وړ څو قاچاق وړونکي نيولل شوي دي.

افغانستان د مخدره توکو يوۀ قاچاق وړونکي ته چې مهم کس بلل شوى د ۲۰ کلونو بند سزا ورکړه.

افغان چارواکي د دغه کس بندي کول د مخدره توکو پر وړاندې مبارزې په لاره کې يوه مهمه لاسته راوړنه بولي.

دوی وايي په تيرو درو میاشتو کې يې څو د پام وړ قاچاق وړونکي نيولي دي.

ويل کيږي چې محکوم شوی کس د افغانستان د مخدره توکو د مافیا په کړۍ کې لوړه رتبه درلوده چې د هيواد په لويديځ کې درې میاشتې وړاندې له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو له لوري ونيول شو.

د مخدره توکو سره د مبارزې د وزارت مرستیال، باز محمد احمدي بي بي سي وويل چې تر دې مهاله، ياد شوي کس تر ۱۰ ټنو ډير مخدره مواد له افغانستانه نورو هيوادونو ته قاچاق کړي دي.

د افغانستان د جرمونو او مخدره توکو پر ضد مبارزې د عدلې او قضا اداره وايي دغه تورن کس په هيواد کې دننه د مخدره توکو د قاچاق يوه کړۍ هم پر مخ بيوله او مشري هم د ده پر غاړه وه.

د دې ادارې وياتد خالد موحيد د دغه کس بندي کول په هيواد کې د مخدره توکو پر ضد د مبارزې په هڅه کې تر ټولو لويه لاسته راوړنه بولي.

افغان چارواکي وايي له څه مودې راهيسې يې د مخدره توکو د قاچاق کاروباريان په نښه کړي چې له امله يې په تيرو دريو مياشتو کې شاخوا څلور مهم کسان نيول شو دي.

دا هغه څه دي چې افغان دولت پرې په وار وار له نيوکو سره مخامخ شوی دى

ورته مطالب