ناټو د ملکي وگړو ځاني تاوان څرنگه جبيره کوي؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption بريد مل رابرت بيلز چې تر پيښې وروسته امريکا ته واستول شو د ١٧کسانو په وژنه په رسمي ډول تورن شو.

په کابل کې د بي بي سي خبريال ډېوېډ لاين د پنجوايي د پېښې د قرباناينو کورنيو ته د تاوان ورکړه څېړلې او وايي چې دغسې تاوان يوه ټاکلې اندازه نه لري.

خبريال وايي چې په افغانستان کې د ناټو هر غړى هېواد د تاوان دغسې پيسې په خپله خوښه ټاکي.

په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو له خوا د ولسي وگړو د وژل کيدو په بدل کې د وينې بيه يا تاوان ورکولو پر سر مشخصې پيسې نه دي تاکل شوي.

په دې اړه د هر ډول تاوان ورکول د ناتو د عمومي قوماندې له خوا نه بلکه د يوه انفرادي هيواد له خو اد قربانيانو کورنيو ته ورکول کيږي چې د حالاتو په څرنگوالي پورې اړه لري.

امريکا عموما ١٥٠٠ پونډه چې ٢٥٠٠ ډالره کيږي د سړي پر سر د قربانيانو کورنيو ته ورکوي چې په افغانستان کې په اوسط ډول د يوه کس تر کلني عايداتو اوه برابره ډيري پيسې دي.

خو د پنجوايي استثنايي پيښه ده او امريکا د وژل شوي کس پر سر ٤٦ زره ډالره د هغوى کورنيو ته ورکړي دي چې دا د وژنې استثناېې حالت هم منعکسوي.

بل دا چې ولسي وگړي په جگړه کې په تيروتنه نه دي وژل شوي بلکه ادعا کيږي چې د يوه سر تيري د بريد قرباني شوي دي چې په نيمه شپه له خپلې پوځي اډې څخه په خپل سر وتلى و.

بريد مل رابرت بيلز چې تر پيښې وروسته امريکا ته واستول شو د ١٧کسانو په وژنه په رسمي ډول تورن شو.

تر دې پيښې وروسته ولسشمر کرزي د وضعې د ارامولو هڅه ونه کړه او هغه شکونه چې ولسي وگړي يې لري چې په وژنه کې يو کس لاس نه لري، ده هم په وار وار تکرار کړل.

په خپله وروستۍ خبري ناسته کې کابل کې د برتانيا سفير ويليم پتې وويل ، کليوال وارخطا او مغشوش شوي دي.

سفير وويل دۀ له پلټونکو سره په دې اړه خبرې کړي دي او داسې کره او باوري شواهد نشه چې گواکې په دې پيښه کې تر يوه ډيرو سريترو لاس لارۀ

ورته مطالب