ترکي سوداګر افغانستان کې پانګونه ډېرول غواړي

د انځور حقوق
Image caption اوس مهال شا وخوا ۲۵۰ ترکي شرکتونه په افغانستان کې فعالیت کوي، چې ډېر يي د بیارغونې په برخه کې فعالیت کوی.

ترکي سوداګر وايي، په افغانستان کې د خپلې پانګونې پراخیدو ته لیوالتیا لري.

ترکیې له تیرو څو کلنو راهیسې په افغانستان کې نژدې زر میلیونه ډالره پانګونه په بیلا بیلو برخو کې کړې ده.

دغه سوداګر یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې ټاکل شوې، ترراتلونکو اوونۍ د افغان ـ ترک دویم نړیوال نندارتون په کابل کې جوړ شي.د دوی په وینا دا ډول نندارتونونه د افغانستان او ترکیې ترمنځ سوداګریزې اړیکې نورې هم پراخوي.

د افغان ـ ترک د صنعتګرو او سوداګرو ټولنه وايي، د افغان ـ ترک په دویم نړیوال جوړېدونکي نندارتون کې بېلابېل صنعتي او تولیدي توکي نندارې ته وړاندې کړي.

نوره پانګونه

د دغې ټولنې مشر مراد آقیوز وايي، دا ډول نندارتونونه د افغان او ترکي سوداګرو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لاپراخولای شي.

نوموړی وايي، اوس مهال د افغان او ترکي سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې کچه هر کال ۳۰۰ میلیون ډالرو ته رسیږي، خو په وینا يي دغه کچه باید نوره هم لوړه شي.

ښاغلی آقیوز وايي، په افغانستان کې د ترکي سوداګرو د پانګونې لېوالتیا ډېره شوې ده:

''د افغان او ترکیې ترمنځ نږدې او دوستانه اړیکو ته په کتو د سوداګریزو اړیکو اوسنۍ کچه کافي نه ده، موږ باید هڅه وکړو، چې ترکي سوداګر د افغانستان په سوداګریزو فعالیتونوکې ډېره ونډه واخلي او همداسې افغان سوداګر د ترکيې په سوداګریزو فعالیتونو کې ډېره ونډه واخلي. ځکه اوس هم موږ په افغانستان کې د ترکيې پانګونې د ډېرېدو په حال کې دي او په افغانستان کې د ترکي سوداګرو د پانګونې لېوالتیا ورځ تربلې ډېریږي.''

اوس مهال شا وخوا ۲۵۰ ترکي شرکتونه په افغانستان کې فعالیت کوي، چې ډېر يي د بیارغونې په برخه کې فعالیت کوی.

دغو شرکتونو تېرکال په افغانستان کې د بیارغونې توکي په یوه نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړل، خو سږکال په جوړېدونکي دری ورځيني نندارتون کې به د بیارغونې د برخې د توکو ترڅنګ ځینې تور توکي هم نندارې ته وړاندې شي.

د سوداګری خونې مرستیال عتیق الله نصرت هیله څرګنده کړه ، چې تر دغه نندارتون وروسته به د افغان او ترکي سوداګرو ترمنځ ځینې سوداګریز تړونونه هم لاسلیک شي.

''په کابل ښار کې مو سږنۍ نندارتون د اپریل د میاشتې له دویمې تر څلورمې نېټې پورې به وي. سږکال مو ډېر پراخ نیولی دی. ټول توليدي او صنعتي سکټورونه کولی شی، خپل تولیدات او محصولات نندارې ته کېږدي. په دغه نندارتون کې ۱۵ ترکي شرکتونه برخه اخلي، چې ورپسې به د افغان او ترکي سوداګرو ترمنځ په ګډه غونډه کې ځینې سوداګریزې تړونونه او هوکړه لیکونه لاسلیک شي. موږ هیله لرو، چې دغه تړونونونه ګډو سوداګریزو اړیکو ته وده ورکړي.''

د چارواکو په وینا د افغان او ترکي سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو توکو د ۳۰۰ میلیون ډالرو د راکړې ورکړې، ۲۷۵ میلیون ډالره يې افغانستان ته د ترکیې صادرات او پاتې نور يې له افغانستان نه ترکیې ته صادرات جوړوي.

ترکیې له تېرو څو کلونو راهیسې په افغانستان کې شا وخوا یو میلیارد ډالره په بېلابېلو برخو لکه صنعت، ودانیزې او ښوونې او روزنې په برخو کې پانګونه کړې ده.

ورته مطالب