بدخشان کې ۱۵ وسله وال وژل شوي دي

د انځور حقوق bb

د بدخشان ولایت امنیتي چارواکي وايي د وردوچ په ولسوالۍ کې یې پنځلس تنه مخالف وسله وال وژلي او څلور تنه نور یې ټپیان دي.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت آمر ډګروال سخي داد حیدري بي بي سي ته وویل دغه عملیات چې د وردوچ ولسوالۍ د اخشېرې په کلي کې ترسره شوي پنځلس تنه مخالف وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه ټپیان دي.

دغه عملیات د شپې پر مهال ترسره شوي دي.

د ښاغلي حیدري په وینا په دغو عملیاتو کې د هوا له لارې د څرخي الوتکو ملاتړ هم موجود وو. چې د عملیاتو په ترڅ کې یې یو زیات شمېر وسلې او مهمات هم نیولي دي.

د وردوچ ولسوالۍ د اخشېرې په کلي کې د دیسانت عملیات شوي چې دښمن ته پکې درانه تلفات واوښتل او ډېره اندازه وسلې او مهمات مو هم ترلاسه کړل.

ښاغلي حیدري هغه ادعاوې هم رد کړې چې وايي طالبانو په سیمه کې پرمختګ کړی او د وردوچ ولسوالۍ ډېره سیمه یې لاندې کړې ده.

طالبانو د وردوچ ولسوالۍ په دولتي سیمو کې کوم پرمختګ نه دی کړی، له حکومتي ځواکونو یې کومه پوسته او موضع هم نه ده نیولې. او زموږ د ځواکونو په وړاندې یې مقاومت نه دی کړی او نه یې شي کولای.

ښاغلی حیدري وايي دغه عملیات به تر هغه روان وي چې دوی دا سیمه له مخالفینو نه وي پاکه کړې.

بل پلو د فاریاب ولایت د غورماچ په ولسوالۍ کې د امریکاييانو پر یوه مرکز د توغندیو برید شوی، چې طالبان پکې بهرینانو ته د تلفاتو ادعا کوي خو افغان امنیتي چارواکي وايي په دې پېښه کې یواځې دوه پوځي موټر زیانمن شوي خو چا ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بله خوا د ننګرهار ولایت په پچیر آګام ولسوالۍ کې د ماین د یوې چاودنې له امله د ملي یو سرتیری او یو عام وګړی وژل شوي او دوه تنه پوځیان ټپیان دي.

ورته مطالب