'په 'اخلاقي جرم' بندي افغان مېرمنې خوشې کړﺉ'

افغانې د انځور حقوق AP
Image caption افغانستان په ۲۰۰۹ کال کې له ښځو سره د نه تاوتریخوالي قانون تصویب کړ.

د بشري حقونو د څار ډله وايي، سلګونه افغان مېرمنې په خپلو کورنو کې له تاوتریخوالي نه د تېښتې په تور نیول شوي دي.

دغه ډله وايي، نژدې ټولې نیولې شوې ځوانې نجونې دي او د نیول شوو نیمایي په اخلاقي فساد، چې اجباري ودونه او کورنی تاوتریخوالی پکې شامل دی، زنداني شوي دي.

دغه سازمان له مرستندویه هېوادونو وغوښتل چې پر افغان حکومت فشار ډېر کړي چې په ناقانونه توګه د مېرمنو او نجونو د بندي کولو مخه ونیسي چې زیاتره یې د بد چلند قرباني شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان راپور چې نوم یې مجبوره وم وتښتم دی له اته پنځوس مېرمنو او نجونو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوی چې د افغانستان په زندانونو کې بندیانې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان مشر کینیت روت په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، دغه راپور تر ډېره د هغو مېرمنو په اړه جوړ شوی چې د کورني تاوتریخوالي، جبري ودونو او یا جنسي تېریو له امله له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي دي:

''اوس وخت د افغانستان په زندانونو کې څلور سوه مېرمنې شته، نیمه برخه یې چې مېرمنې او ماشومان پکې شامل دي په اخلاقي تورونو تورن دي، ددې راپور تمرکز پر هغو ښځو وو چې د جبري ودونو، کورني تاوتریخوالي او جنسي تېریو له امله یې له کورونو تېښته کړې ده.'' افغانستان په ۲۰۰۹ کال کې له ښځو سره د نه تاوتریخوالي قانون تصویب کړ خو ښاغلی کینیت وايي ددې قانون له تصویب سره سره لا هم د تاوتریخوالي له اصلي لاملینو سره قانوني چلند نه دی شوی.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي که څه د افغانستان په قانون کې له کور څخه د تېښتې لپاره د کومې سزا نه ده ټاکل شوې، خو د سترې محکمې د حکم له مخې دا عمل جرم بلل کیږي.

ددې سازمان مشر کینیت روت وايي د دوی د موندنو له مخې افغانستان یواځنی هېواد دی چې له کوره تېښته پکې جرم بلل کیږي:

قاضي القضات

''د افغانستان ستره محکمه وايي که یوه مېرمن له کوره تښتي، پولیسو او د امن کورنو ته پناه وړي نو سزا نه ورکول کیږي، خو که له یوه نارینه سره وتښتي نو سزا ورکول کیږي، ځکه ددې وېره شته چې ښايي کومه ګناه ترسره کړي.

ما د افغانستان له قاضي القضات سره خبرې وکړې او پوښتنه مې ترې وکړه چې که د جرمونو په اړه اندېښنه لرﺉ نو ښځې ولې د اخلاقي جرمونو له کبله نه محاکمه کوﺉ او له کور څخه د تېښتې جرم مطرح کوﺉ، قاضي القضات په دې اړه کوم ځواب نه درلود.''

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ددې راپور په یوه برخه کې راغلي کله چې د ښځو د اخلاقي جرمونو په تړاو په لومړنیو څېړنو کې له څاروانوالانو پوښتنه وشوه نو یواځې یې وخندل.

دغه سازمان وايي محکمې ښځې د شکمنو کړنو له امله بندي کوي، په داسې حال کې چې اصلي کسان ازاد ګرځي. ددې راپور په یوه برخه کې راغلي کله چې د ښځو د اخلاقي جرمونو په تړاو په لومړنیو څېړنو کې له څاروانوالانو پوښتنه وشوه نو یواځې یې وخندل.

د بشري حقونو د څار سازمان له ښاغلي کرزي وغوښتل چې د یوه فرمان له لارې روښانه کړي چې له کوره تېښته جرم نه دی او هغه کسان چې په دې تور بندیان دي له بند خلاص شي.

همدا شان دغه سازمان له مرسنتدویه هېوادونو وغوښتل چې پر افغان حکومت فشار ډېر کړي چې بشري حقونو ته خپل پام زیات کړي.

د بشري حقونو سازمان وايي دا حالت ددې لامل کیږي، هغه ښځې چې له تاوتریخوالي او جبري ودونو سره مخ کیږي خپل غږ اوچت نه کړي.

ورته مطالب