نظرپوښتنه: ۹۵٪ افغانان د جوړجاړي ملاتړي دي

افغانان
Image caption اند پوښتنه ښيي چې نهه پنځوس په سلو کې وگړي له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي.

په افغانستان کې يوه نوى نظر پوښتنه ښيي چې ددغه هيواد په سلو کې پنځه نوي وگړي د افغان حکومت د جوړجاړي د بهير ملاتړ کوي.

د نظر پوښتنې له مخه پنځه څلوېښت سلنه افغان او په ځانگړي ډول ښځې وايي چې لس کلنې لاس ته راوړنې بايد د روغې جوړې د بهير له کبله بېرته په اوبو لاهو نه شي.

په دغه نظر پوښتنه کې له افغان حکومت نه غوښتنه شوې ده چې د سولې خبرې بايد رڼې اوسي،او د هرې پرمختيا په اړه يې خلکو ته معلومات ورکړل شي.

په دغه اند پوښتنه يانې نظر پوښتنه کې د افغانستان د شپاړسو ولايتونو د امنو سيمو له نژدې پنځو زرو وگړو سره خبرې شوې دي.

له کومو خلکو چې پوښتنې شوي په سلو کې پنځه نوي کسانو د افغان حکومت د جوړجاړي د بهير ملاتړ کړى دى،خو له همدې ټولگي نه ٥٠ سلنې پوښتل شويو کسانو دا انديښنه هم لرله چې گواکې دا جوړجاړى به د هغه چا په گټه پاى مومي چې هغوى مجرمان بللي دي.

د اند پوښتنې پر بنسټ په سلو کې پنځه څلويښت ښځو ويلي دي چې د جوړجاړي له کبله بايد دوى تر لاسه کړي حقونه او نور پرمختگونه په اوبو لاهو نه شي.

د وروستيو کلونو د پرمختگونو په ترڅ کې سلگونه زره نجونې ښوونځيو ته روانې شوي،گڼ شمير ښځې په حکومتي او نا حکومتي بنسټو نو کې دنده تر سره کوي،ان دا چې د افغانستان د ملي شورا پنځه ويشت سلنه هم ښځې استازې جوړوي.

د اند پوښتنې د ډلې يو سنبالونکى ميرويس وردگ د راټولو کړو ځوابونو پر بنسټ وويل چې د حکومت له وسلوالو سره د جوړجاړي هر راز خبرې بايد رڼې وي،بله دا چې د ښځو حقونه هم بايد خوندي پاتې شي:

''افغان حکومت ته زموږ پيغام دادى چې د وگړو او مدني ټولنو اندونه بايد په دواړو بهيرونو يانې جوړجاړي او ولسي کيدنه کې په پام کې ونيول شي،او دا د روڼاوي او د سيالو غاړو د باور لپاره.چې خلک وکړاى شي ددغه بهير په اړه ډير پوه شي او گټور نظرونه ورکړي.

بل پيغام مو دادى چې په اساسي قاونون کې کوم حقونه خوندي شوي هغه بايد د جوړجاړي د بهير له پيله تر پايه وژغورل شي،او افغان حکومت ته مو د بهير د مشروعيت په موخه دريم پيغام دادى چې اړوند معلومات له خلکو سره شريک کړاى شي،او ډاډ تر لاسه شي چې مجرم عناصر له دې بهيره گټه نه اخلي.''

اند پوښتنه ښيي چې نهه پنځوس په سلو کې وگړي له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي.

خو يو شمير نورو پوښتل شويو کسانو په ځانگړي ډول د سويلي سيمو وسيدونکو د هغو شرطونو ملاتړ هم کړى دى چې افغان حکومت د روغې جوړې لپاره خپلو وسلوالو مخالفانو ته ايښي دي.

د نظر پوښتنې سنبالونکې ډلې له نړيوالې ټولنې هم غوښتي دي چې په افغانستان کې د جوړجاړې لپاره،له افغانانو سره گډ کار وکړي،چې پر دې لاره پراته خنډونه هم پورته شي.

د نظر پوښتنې پر بنسټ يو شمير ځواب ورکونکو دا هم ويلي دي چې،ايران،پاکستان،او بهرني ځواکونه د سولې بهير زيانمنوي.

دا په داسې حال کې ده چې نړيوالې ټولنې او په سر سر کې د امريکې متحدو ايالتونو د افغان حکومت د جوړجاړي د بهير ملاتړ کړى دى، او ټاکل شوې وه چې د ښکيلو غاړو خبرې په قطر کې پيل شي، خو د نا څرگندو لاملونو له کبله دا خبرې تر اوسه نه دي پيل شوي.

ورته مطالب