برتانيا: افغانستان کې زدکړې به هېڅکله هيرې نه شي

د انځور حقوق
Image caption ښاغلي برټ په افغانستان د فساد پروړاند د افغان حکومت هڅې ډیر اغیزناکې ونه بللې

د برتانيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير اليستر برټ وايي هغه درسونه چې نړيوالې ټولنې له افغانستانه زده کړي هيڅکله به يې هير نه کړي.

ښاغلي برټ وويل گومان کوم چې نړيواله ټولنه به له ٢٠ کالو وروسته هم په افغانستان کې پاتې وي، پخوانۍ زده کړې مو نه دي هيرې کړي، له همدې امله دلته د خلکو د خونديتوب او نړيوالو د امنيت د ټينگښت لپاره پاتې يو او پخپلو ژمنو به ولاړ يو او مرستې به مو هم جاري وي. له همدې امله موږ په افغانستان کې يو.

ښاغلي برټ په افغانستان کې د اداري فساد په وړاندې مبارزه ټکنۍ بللې او په باور يې د ټوکيو په غونډه کې به همدغه موضوع د خبرو اترو په سر، سر کې ځاى ولري.

د برتانيې د بهرنيو چارو مرستيال کابل ته د خپل سفر پر مهال بي بي سي ته ويلي له تيروتنو سره، سره افغانستان په تيرو لسو کالو کې د سترو پرمختگونو شاهد هم پاتې شويدى.

هغه د افغانستان راتلونکې روښانه بولي او زياته يې کړه چې په ٢٠١٤ کال کې کله چې نړيوال ځواکونه له دغه هيواده وځي، نړيوال به له دغه هيواد سره په خپلو ژمنو ولاړ پاتې وي.

د برتانیا دغه چارواکی وايي هغه اټکلونه بې ځایه دي، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به هر څه په افغانستان کې ټکني شي.

ښاغلي برټ په افغانستان د فساد پر وړاند د افغان حکومت هڅې ډیر اغیزناکې و نه بللې او ټنیګار یې کاو، چې نړیوال ټولنه په افغانستان کې دفساد او مخدره توکو پرضد کوټلو ګامونو ته په تمه ده.

دۀ زياته کړه زه فکر کوم هغه څه چې نړيواله ټولنه يې غواړي وويني ، هغه په افغانستان کې د فساد د مخنيوي لپاره ټينگ هوډ دى ، يوازې نړيوالې ټولنې ته د پړې گوته نيونه کافي نه ده ، د کابل بانک پيښې ته که وکتل شي نو د نړيوالې ټولنې شتون هغه مهال ممکن دى چې په سمه توگه دغې ستونزې ته د پاى ټکى کيښودل شي او دا هغه څه دي چې تر اوسه نه دي ليدل شوي.

خو له دې ټولو سره سره، د برتانیا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د افغانستان راتلونکې ته هیله من ښکارید او وویل، چې افغانستان په تیره لسیزه کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي

ورته مطالب