پکتيکا کې سيمه ييز پوليس درې په ډزو شپږ په زهرو وژلي

محلي پوليس د انځور حقوق AP
Image caption په پکتيکا کې شاوخوا ١٢٠٠ محلي پوليس شته

د افغانستان د پکتيکا په ولايت کې يوۀ محلي پوليس يا اربکي خپل نهه ملگري وژلي او خپله تښتېدلى دى.

پېښه د یحی خیلو په ولسوالۍ کې شوې ده.

په افغانستان کې د محلي پوليسو عمومي قومندان جنرال علي شاه احمدزي بي بي سي ته وويل چې درې پوليسو په ډزو وژل شوي او شپږ په زهرو مړۀ شوي دي.

د پکتیکا ولایت د والي ویاند مخلص افغان له بي بي سي سره په خبرو کې وويل چې په دې تړاو یې دوه تنه نیولي او په یو تن بل پسې لټون روان دی.

د نيول شويو په باب ويل کيږي چې د قاتل وروڼه دي.

جنرال علي شاه احمدزي وويل نيول شوي کسان د قاتل ضمانت کوونکي وو.

له پېښې وروسته وسله والو طالبانو ادعا کړې ده چې دغه کس د دوى ملگرى دى او اوس له وسلو سره ورغلى دى.

د کورنيو چارو د وزارت وياند صديق صديقي بي بي سي پښتو څانگې ته وويل چې پوليسو قاتل تعقيب کړى او شپږ کسه يې وژلي دي چې د دۀ په وينا ښايي د محلي پوليسو قاتل هم پکې وي.

يوۀ بځايي پوليس افسر خبري رسنيو ته ويلي چې د سيمه ييزو پوليسو يو کس سهار په درې بجې وېښ شوى او په خپله وسله يې خپل ويدۀ همکاران وژلي دي، وسلې يې په يوۀ موټر کې اچولي او تښتېدلى دى.

پوليس د دې پېښې پړه پر طالبانو اچوي. اربکي يا سيمه ييز پوليس په دې وروستيو کلونو کې جوړ شوي دي او له ملي پوليسو يې تشکيل بېل دى.

شاوخوا ١٢٠٠ دغه ډول پوليس په پکتيکا کې فعاله دي.

د مارچ په شپږمه نېټه هم يوۀ پوليس خپل نهه ملگري وژلي و خو هغه پېښه په ارزگان ولايت کې شوې وه.

د ارزگان ځايي چارواکيو ويل وسلوالو طالبانو د چارچينو په سيمه کې د ځايي پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى او نهه تنه يې وژلي وو.

ځايي چارواکيو په ارزگان کې هم شک درلود چې پوليس له طالبانو سره لار درلوده او هغوى يې پر خپلو همکارانو بريد ته وروستي وو او بيا خپله ورسره تللى دى.

په افغان امنيتي ځواکونو کې د طالبانو ورننوتل او يا د طالب خواخوږيو شته والي په دې وروستيو کې پوښتنې پيدا کړي دي.

ځينې شميرې ښيي چې په وروستيو څو کلونو کې د وژل شويو بهرنيو سرتيرو لږ تر لږه په سلو کې پنځه د افغان ځواکونو له خوا په نخښه شوي دي.

ورته مطالب