'د واشنګټن حکومت ددفاع له ډلې ثبوتونه پټوي'

جان هېنري د انځور حقوق Reuters
Image caption وکيل په ډانګ پېيلې ويلي وه چې دده لپاره په محکمه کې ددفاع ترټوله ګټوره خبره د تورن دماغي خرابوالی دی.

امريکايي څارنوال جان هينري براون چې په ظاهره ځان يوازې د هغه يوه تورن شوي ډله ييز امريکايي وژونکي رابرټ بېلز مدافع بولي، تور لګولی چې د واشنګټن حکومت دده د دفاع له ډلې ثبوتونه پټوي.

ده خبريالانو ته ادعا کوله چې دده ددفاع له ډلې سره په افغانستان کې په روغتون کې د ټپي شاهدانو سره د ليدلو ژمنه شوې وه، خو وروسته مالومه شوه چې ټپيان له روغتونه ايستل شوي ول.

دا تور يې هم لګاوه چې امريکايي چارواکو د دعوې هغه دوسيې دفاعي وکيلانو ته نه دي ورکړي چې د ده له قوله ددې سړي دفاع پرې کېږي.

ادعا يې کوله چې د قانوني بهير بشپړو مالوماتو ته رسېده نشته او هم دده په خبره شاهدان سره تيت او پرک دي.

خو د امريکا پوځي چارواکو د جان هينري براون ددغه تورونو او ادعاو په باره کې دڅه ويلو څخه په ظاهره ځان کښلی دی.

قاتل قتل نه مني

د امريکايانو په خبره، د زنګاوات د ښځو او ماشومانو په ظاهره يوازي يو تورن شوی ډله یيز قاتل رابرټ بېلز يې د امريکا د کېنزس د ايالت په يوه پوځي چوڼۍ کې ساتلی دی.

وکيل جان هينري بروان تر دې له مخه په ډاډه زړه ويلي وه چې د تورن پرضد نه خو سرکاري ثبوت شته او نه قاتل خپله ګناه منلې ده.

وکيل په ډانګ پېيلې ويلي وه چې دده لپاره په محکمه کې ددفاع ترټوله ګټوره خبره د تورن دماغي خرابوالی دی چې دی به يې دفاع وکړي.

په ډاډ يې ويلي وه چې که دا جرم پرده څوک ثابتولای شي، نو مهرباني دې وکړي ثبوت دې پر ميدان کښېږدي. دغه خبره يې په لومړي سر کې لا کړې وه چې لومړی د جرم پرځای کې پلټنه نه ده شوې.

بېله د وينې له کتنې او ګوتو له نښې پلټنه نه بشپړيږي. دده په خبره د تورن د دماغي حالت خرابوالی به په پای کې دده په دفاع کې په خپله دليل ثابت شي.

د وژل شويو خپلوانو که څه هم ويلي چې په دې جرم کې ګڼ امريکايي پوځيان شامل دي او محکمه يې په افغانستان کې غوښتې وه، خو د واشنګټن چارواکي په دې دوو خبرو کې يوه هم نه ده ورسره منلې.

د امريکايي واکمنو له خولې د ظاهري خبرو له مخې که دا جرمونه د دوی په تورو رښتيا وختل، نو که دا نخښه رښتيا ده ودې شي چې له اعدام سره مخامخ شي.

ورته مطالب