زلمی رسول د سولې د خبرو لپاره قطر ته ځي

زلمی رسول د انځور حقوق Getty
Image caption افغان حکومت ټينګار کوي، چې د سولې هر راز خبرې باید د افغان حکومت په مشرۍ ترسره شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات وايي ښاغلی زلمی رسول د قطر د بهرنیو چارو وزیر په بلنه دغه هېواد ته سفر کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات یوه ویاند فرامرز تمنا په وینا، په تاجکستان کې د سیمه ییزې غونډې پر مهال د قطر هېواد لوړپوړی استازی هم موجود وو او په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه خبرې پکې وشوې.

ښاغلی تمنا وايي حکومت باور لري د افغانستان د سولې په تړاو هر راز خبرې باید د افغان حکومت تر مشرۍ لاندې ترسره شي:

''د سولې په هر راز خبرو او طالبانو ته دد فتر په پرانیستلو کې د قطر شتون، هغه بحث دی چې باید میکانیزمونه یې د افغان دولت له خوا وټاکل شي. او په دغه بهیر کې د افغان حکومت مشرتابه او مالکیت په رسمیت وپېژندل شي. نو دا موضوع به له قطري اړخ سره په خبرو کې مطرح شي.''

وړاندې تر دې امریکا له طالبانو سره د خبرو په موخه د یوه دفتر په پرانیستلو موافقه کړې وه.

مخالفت

که څه هم افغان حکومت به پیل کې طالبانو ته د یوې سیاسي استازولۍ له پرانیستلو سره مخالفت وکړ، خو څو ورځې وروسته ولسمشر کرزي په ځانګړې توګه له دغو خبرو سره موافقه وکړه او په دغو خبرو کې د افغان حکومت په مشري ټینګار وکړ.

طالبانو هم د خپلو پلوي بندیانو په شرط له دغو خبرو سره موافقه وکړه خو تر یوې مودې وروسته یې دا خبرې ځکه وځنډولې چې د دوی په وینا امریکا خپلې کړې ژمنې پوره نه کړې.

ورته مطالب