کابل د امریکايي پوځي اډو د څرنګوالي توضیحات غواړي

حامد کرزی د انځور حقوق
Image caption په تېر مارچ کې کرزي له ناټو وغوښتل چې له کلیوالو سیمو راووځي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند ویلي، هېواد یې د امریکا له متحده ایالتونو په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي پوځيانو د شمېر او دندو په اړه توضیحات غوښتي دي.

همداراز، افغانستان له امریکا څخه د پوځي اډو د څرنګوالي په اړه هم ډاګیزه معلومات غوښتي.

افغانستان پر واشنګټن فشار راوړی، چې د افغان ځواکونو د راتلونکي ملاتړ په تړاو دواړه هېوادونه ښکاره تګلاره ولري.

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي ویلي: "دا زموږ لپاره مهمې مسالې دي. افغانستان کې د امریکايي پوځيانو د پاتې کېدو دنده او شمېر باید راته معلوم شي."

وړاندې امریکا ویلي وو چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره یو شمېر پوځيان پاتې کېږي.

امریکا وايي له دې کار یې موخه دا ده چې القاعده یوځل بیا افغانستان کې خپلې پښې ټينګې نه شي کړای.

افغانستان کې د امریکايانو شتون د سیمې هېوادونه، په تېره بیا روسیه، چین، پاکستان او تر ټولو ډېر ایران ډېر اندېښمن کړي دي.

ایران په دې وروستیو کې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د اډو پر ممکنه شتوالي سخته نیوکه کړې وه.

یوه بل افغان چارواکي ويلي: "په پای کې، همدا موږ یو چې امنیتي پېټي ته به اوږه ورکوو. پر ټول هېواد باید خپل واک ولرو. که بهرني ځواکونه پاتې کېږي هم، باید د یوه لاسلیک شوي تړون له مخې پاتې شي."

د انځور حقوق AFP
Image caption د کندهار د پنجوايي له وژنو وروسته، وسله والو طالبانو هم له امریکا سره د سولې خبرې ودرولې.

دا څرګندونې وروسته تر هغه شوې، چې افغانستان کې امریکايي ځواکونه د ملکي وژنو په پېښو کې ښکېل ګڼل شوي دي.

د تېرې مارچ په لومړیو کې د یوه امریکايي پوځي په برید کې لږترلږه ۱۶ بې ګناه افغانان ووژل شول.

له پېښې وروسته ولسمشر کرزي له ناټو وغوښتل چې له کلیوالو سیمو راووځي.

نوموړي له امریکا هم وغوښتل، چې د امنیتي چارو لړۍ یو کال رامخته کړي.

د کندهار د پنجوايي له وژنو وروسته، وسله والو طالبانو هم له امریکا سره د سولې خبرې ودرولې.

ورته مطالب