طالبان وايي د افغان ځواکونو په نښه کولو ته لومړیتوب ورکوي

ملا دوران د انځور حقوق
Image caption ملا دوران وايي، په جګړه کې یې مخکې څو ځلې پر افغان ځواکونو زړه سوی کړی دی.

د افغان طالبانو یوه سیمه ییز قومندان ویلي، اوس یې جنګیالي د امریکايي ځواکونو پرځای د افغان ځواکونو په نښولو کولو ته لومړیتوب ورکوي.

د افغان وسله والو طالبانو یوه سیمه ییز قومندان ویلي، چې اوس د بهرنیو ځواکونو پرځای افغان ځواکونه باید ډېر په نښه کړای شي.

د افغانستان په ختيځ کې طالب قومندان ملا دوران الجزیرې تلوېزیون ته ویلي، اوس د افغان امنیتي سرتېرو په نښه کولو ته لومړیتوب ورکوي:

"موږ څو- څو ځلې ددوی د بخښلو اعلان کړی دی. په جګړه کې مو له دوی سره ډېر ځلې زړه سوی ښودلی. موږ هڅه کوله چې امریکایان خپل لومړی هدف وګرځوو، خو ددوی ضرر له یوې ورځې وبلې ته ډېرېږي. اوس زموږ هدف افغان ځواکونه دي. "

په ختيځ ولایت کونړ کې دغه طالب قومندان ویلي، نه یوازې افغان ځواکونه په نښه کوي، بلکې ددوی کورنۍ به هم په نښه کړي، چې خپل غړي له ځواکونو راوباسي.

څو ورځې وړاندې د ختيځ په څنګلوري ولایت نورستان کې د یوې داسې ډلې د پیدا کېدا اعلان وشو، چې خلکو ته په لنډو ږیرو او سزا ورکوي.

د نورستان سیمه ییزو چارواکو دغه کسان، چې تورې جامې اغوندي- پاکستاني طالبان وبلل چې په وینا یې په سرحدي سیمو کې یې ګڼې پاکستاني کورنۍ ځای پرځای کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول پر دوشنبه (اپریل دویمه) قطر ته د سولې د خبرو لپاره رون دی.

نوموړی به د قطر له چارواکو سره د سولې د خبرو پر سر بحث وکړي.

خو وسله والو طالبانو تېره میاشت له امریکا سره د سولې د خبرو د درولو اعلان وکړ.

ورته مطالب