'افغانستان پوځي او پرمختیايي چارو ته هرکال ۱۱ میلیارد ډالر غواړي'

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د افغانستان د دفاع وزارت وايي 'تر راتلونکو ۳ کلونو به افغان ملي اردو خپلواکه شي'.

د توکيو غونډې ته د چمتووالي په ترڅ کې د نژدې پنځوسو هېوادونو استازي په کابل کې سره جرگه شوي وو.

دا ددې بهير لومړۍ لويه غونډه وه.

د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخيلوال د غونډې په ترڅ کې وويل ددې ناستو موخه داده چې نړيواله ټولنه د افغانستان له هيلو او افغانستان د نړيوالې ټولنې له هيلو خبر شي:

''دا بايد څرگنده وي چې موږ له نړيوالې ټولنې څه غوښتنې لرو، همدا راز دوى چې له موږ نه کومې هيلې لري هغه هم بايد څرگندې شي، په ځانگړي ډول، د ښې حکومت ولۍ په برخه کې، د ريفورم (اصلاحاتو) په برخه کې د فساد ضد مبارزې په برخه کې همدا راز موږ به پر ډاگه کړو چې موږ له بن غونډې وروسته د توکيو غونډې ته کوم چمتووالى نيولى دى، دا بايد له ټولو نړيوالو همکارانو او مرستندويانو سره شريک کړو، موږ ښه چمتووالى نيولى دى، خو لا هم ډېر کارونه پاتې دي.

دا چې د چمتووالي د بهير په ترڅ کې به په حکومت کې څه راز غونډې ولرو، همدا راز له خصوصي سکتور سره به څه راز غونډې ولرو، مدني ټولنو سره به څه وايو، رسنيو سره به څه راز ناستې لرو، او بله دا چې پر دې اړه به د ولس اندونه راټولوو دا ټول بايد شريک کړو.''

د افغانستان د ماليې وزارت وياند عزيز شمس بيا وويل چې افغانستان د بهرنيو ځواکونو تر وتلو هاخوا يانې تر ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته هر کال يوولس ميلياردو ډالرو نړيوالو مرستو ته اړتيا لري.

ښاغلي شمس وويل چې له دې ټولگې به شپږ ميليارده ډالر په پوځي او پنځه ميليارده نور په پرمختيايي برخو کې لگول کېږي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان په اړه توکيو غونډه د روان ميلادي کال د جولاى مياشتې پر اتمه نېټه جوړه شې.

هيله ده چې په دې غونډه کې به نړيواله ټولنه تر ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته افغانستان سره خپلې ژمنې او مرستې اعلان کړي.

ورته مطالب