پر ناټو ځواکونو د افغان پوځيانو بريدونو بد اغېز کړی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ناټو وايي پر بهرنيو ځواکونو د افغان پوځيانو د بريدونو ستونزه يې له افغان چارواکو سره شريکه کړې.

په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونه وايي پر نړيوالو همکارانو د افغان پوځيانو وروستيو بريدونو د بهرنيو ځواکونو پر روحيې بد اغېز کړی دی.

د دغه سازمان چارواکي وايي د ۲۰۱۲ کال د تېرو درېو مياشتو په لسو جلا بريدونو کې ۱۷ بهرني سرتيري د افغان پوځيانو په لاس وژل شوي دي.

اوس ناټو وايي د دا ډول ګواښونو د مخنيوي لپاره يې يو لړ مخکني تدابير نيولي چې د خوب پر مهال هم د بهرنيو ځواکونو ساتنه وشي.

د ناټو آيساف ځواکونو وياند کارسټن جاکوبسن وويل دغه ستونزه يې اوس د هواري لپاره له افغان امنيتي چارواکو سره شريکه کړې ده.

ناټو د طالبانو هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې دا ډول بريدونه د دوی د پلويانو کار دی او زياته يې کړه، چې پر بهرنيو سرتېرو د افغان هغو بريدونه د وسله والو له همغږي کېدو سره هېڅ تړاو نه لري.

ناټو ځواکونه وايي د دغو بريدونو د هر يوه لامل مالوم دی چې رواني فشار، ستړتيا، کورنۍ او مالي ستونزې يې په سر کې راځي.

دوی وايي دا يوازې بهرنيان نه دي چې د افغان پوځيانو په لاس وژل کېږي، بلکې پخپله افغان پوځيان هم د دا ډول بريدونو قرباني شوي.

ناټو افغان حکومت په ځانګړي ډول دفاع او کورنيو چارو وزارت ته سپارښتنه کوي، وړاندې له دې چې سرتېري يې د دا ډول وژنو مرتکب شي بايد حرکات يې وڅاري.

کارسټن جاکوبسن وويل له همدې امله د افغانستان ملي امنيت، د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ته د تازه ورتلونکو ځوانانو د جذب څارنه سخته کړې ده.

د ملي اردو او پولیسو په لیکو کې د اورپکو نفوذ د دا ډول بریدونو اصلي دلیل ښودل شوی، او په ځينو پېښو کې برید کوونکو له برید وروسته اورپکو ته پناه وړې ده.

د افغانستان ملي امنیت وايي، یو کال وړاندې د ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې، په امنيتي او دفاعي ارګانونو کې استخباراتي ځواکونه ځای پرځای شوي.

دوی وايي په دې وروستیو کې د جلب او جذب په برخو کې د ملي امنيت د ځواکونو حضور ډېر شوی دی.

ورته مطالب