افغانستان د 'ازبکستان د اسلامي تحریک' غړی نیولی

بدخشان د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دغه کس چې د ايساف ځواکونو له خوا نيول شوى وايي چې له نيول شوي کس سره يې د ځانمرگو واسکټونه او نور چاوديدونکي توکي هم نيولي.

د افغانستان په شمال ختيځ ولايت بدخشان کې د 'ازبکستان د اسلامي تحريک' يو غړى نيول شوى چې ويل کيږي هغه د دغه هېواد په شمالي ولايتونو کې ځوانان ځانمرگو بريدونو ته هڅول او هغوى ته يې روزنه هم ورکوله.

نيول شوى کس چې په اړه يي ويل کيږي د ازبکستان د اسلامي غورځنگ غړى دى د بدخشان ولايت د کشم په ولسوالۍ کې يې فعاليت لاره او هم هلته د ايساف ځواکونو له خوا د پوځي عملياتو په ترڅ کې نيول شوی دى.

د ايساف سرچينې وايي چې نيول شوي کس د ځانمرگو بريدونو لپاره لارښوونې کولې او بريدگرو ته يې د افغان او بهرنيو ځواکونو پر ضد چاوديدونکي توکي برابرول .

دا رنگه د ايساف په خبر پاڼه کې راغلي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې ځيني نور جنگيالي هم نيول شوي او زياته وسله يې هم د دغو ځواکونو لاس ته ورغلې ده .

په بدخشان کې په دې وروستيو کې د تاوتريخوالي پيښې زياتې شوي او دوه ورځې وړاندې هم د يوه ځانمرگي بريد په ترڅ کې يو سيمه ييز جهادي قومندان په کې ووژل شو او تر 16 زيات کسان په کې ټپيان شوي وو .

دا رنگه دوه ورځې وړاندې د طالبانو له خوا يوولس تنه سرحدي پوليس د طالبانو له خوا يرغمل نيول شوي وو چې وروسته د سيمې د مخورو په منځگويتوب راخوشې شول .

تر اوسه دا روښانه نه ده چې دغه نيول شوي جنگي د افغانستان په شمال ختيځ رلايت بدخشان کې د ازبکستان د اسلامي تحريک يو غړى نيول شوى چې ويل کيږي هغه د دغه هيواد په شمالي ولايتونو کې ځوانان ځانمرگو بريدونو ته هڅول او هغوى ته يې روزنه هم ورکوله .

دغه کس چې د ايساف ځواکونو له خوا نيول شوى وايي چې له نيول شوي کس سره يې د ځانمرگو واسکټونه او نور چاوديدونکي توکي هم نيولي دي .

محمود کوچى پرې له کابله نور مالومات وړاندې کوي :

نيول شوى کس چې په اړه يي ويل کيږي د ازبکستان د اسلامي غورځنگ غړى دى د بدخشان ولايت د کشم په ولسوالۍ کې يې فعاليت لاره او هم هلته د ايساف ځواکونو له خوا د پوځي عملياتو په ترڅ کې نيول شويدى .

د ايساف سرچينې وايي چې نيول شوي کس د ځانمرگو بريدونو لپاره لارښوونې کولې او بريدگرو ته يې د افغان او بهرنيو ځواکونو پر ضد چاوديدونکي توکي برابرول.

دا رنگه د ايساف په خبر پاڼه کې راغلي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې ځيني نور جنگيالي هم نيول شوي او زياته وسله يې هم د دغو ځواکونو لاس ته ورغلې ده .

په بدخشان کې په دې وروستيو کې د تاوتريخوالي پيښې زياتې شوي او دوه ورځې وړاندې هم د يوه ځانمرگي بريد په ترڅ کې يو سيمه ييز جهادي قومندان په کې ووژل شو او تر ۱۶زيات کسان په کې ټپيان شوي وو .

دا رنگه دوه ورځې وړاندې د طالبانو له خوا يوولس تنه سرحدي پوليس د طالبانو له خوا يرغمل نيول شوي وو چې وروسته د سيمې د مخورو په منځگويتوب راخوشې شول .

تر اوسه دا روښانه نه ده چې دغه نيول شوي جنگيالي سيمه ييز وسله وال و او که د هغو طالبانو سره يې تړاو لاره چې د افغانستان په سويل کې د افغان دولت پر ضد جنگپړي.

ورته مطالب