په کندهار کې اور لګیدنې مالي تاوان اړولی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په کند هار کې د وچې مېوو په يوه مارکیټ کې اور لګیدلی چې سوداګرو ته يې ډير مالي زيان هم اړولی دی.

اور د شنبې په ورځ (د اپريل ۷) ۱۲ نيمي بجې د كندهار ښار په برو دروازه كې د وچې مېوو په سراى كې ولګيد .

د كندهار د سوداګريزو خونو ريس حاجي نصرالله زهير وايي چې د اور لګيدو اصلي لامل نه دى څرګند خو ګومان كيږي چې سراى ته نژدې په مخدره توکو د روږدو كسانو له امله دغه پيښه را منځ ته شوې وې.

هغه وايي چې داورلګیدنې له کبله چاته ځاني زیان نه دی اوښتی خو دده په ټکو زياته اندازه وچ انځر په کې سوځيدلي دي.

حاجي نصرالله زهير وويل ، كه چيرې د اور وژنې ډله پر وخت نه واى رسيدلی نو اور لګیدنې به دروند زيان اړولى واى .

دا په تېرو درو كلنو كې څلورم ځل دى چې دغه سراى اور اخلي او له امله يې سوداګرو ته زيات مالي زيان رسيږي .

ورته مطالب