د شپنیو عملياتو تړون لاسليک شو

بهرني ځواکونه د انځور حقوق AP
Image caption دم ګړۍ شپني عمليات د ناټو او افغان ځانګړو ځواکونو له خوا تر سره کيږي.

افغان حکومت په دې هيواد کې ميشتو ناټو ځواکونو سره يو داسې پريکړه ليک لاسليک کړ چې له مخه به يې شپنيز عمليات د افغان امنيتي ځواکونو له خوا تر سره کيږي.

د امريکا متحدو ايالتونو ژمنه وکړه چې د دغو عملياتو لپاره به اړينې اسانتياوې برابرې کړي.

افغان حکومت د تړون لاسليکول د ملي واکمنۍ په برخه کې يو گټور گام وباله او وې ويل چې ښايي دا چاره د افغانستان او امريکا تر منځ د اوږدمهالو ستراتيژيکو اړيکو لاسليک کولو ته هم لاره هواره کړي .

شپنيز عمليات له څو کالو راهيسې د بهرنيو ځواکونو او افغان حکومت تر منځ يو لانجمنه خبره وه چې افغان چارواکو پرې په پرلپسې ډول نيوکې کولې .

د تړون تر لاسليک کيدلو مخکې د افغانستان د دفاع وزير عبدالرحيم وردگ او په دغه هيواد کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جان الن وويل چې د دې تړون لاسليک کول د افغانستان او امريکا د اړيکو د ټينگولو په برخه کې يو ارزښتناک گام دى.

ښاغلي وردگ وويل تر دې وروسته به شپنيز عمليات په داسې توگه خپله د افغانانو له خوا تر سره کيږي چې له قضايي ارگانونو سره به همغږي لري او د افغانانو کلتور ته به بشپړ درناوى کيږي:

"د هغو خبرو پر بنسټ چې په دې هوکړه ليک کې راغلي دي،ددغه تړون د لاسليکولو له نيټې يانې سر له ننه (يکشنبه، د اپريل ۸) ځانگړي عمليات افغاني شوي دي".

دا عمليات به د يوه ځانگړي کنډک له لوري تر سره کيږي چې ددفاع وزارت، دکورنيو چارو وزارت،او ملي امنيت ځواکونه به يې د جوړښت برخې وي. دوى به د هيواد له عدلي او قضايي ارگانونو سره د همغږۍ په پايله کې عمليات کوي.

له دې نه وروسته به يوازې افغان ځواکونه د ځانگړو عملياتو په اډانه کې شخصي کورونه پلټي،دوى کولاى شي چې د اړتيا پر مهال د اوسيدو کورونه تلاشي کړي.''

ښاغلي وردگ وويل چې افغان حکومت تر څو کلنو هڅو وروسته د شپنيزو عملياتو واک خپلوي. نوموړي زياته کړه چې د دې تړون په لاسليک کولو سره د تيرې دوديزې لويې جرگې يوه غوښتنه هم پوره شوه .

د افغانستان د دفاع وزير وويل امريکا ژمنه کړې چې د شپنيزو عملياتو ځانگړي افغان کنډک ته به اړينې اسانتياوې هم په واک کې ورکړي .

په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جان الن وويل افغانستان اوس مهال په سم لوري روان دى.

د نوموړي په وينا کوم خلک چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د نويمې ميلادي لسيزې د حالت په فکر کې دي تيروتنه کوي.

ښاغلي الن وويل چې دا به د افغانستان او امريکاد اوږدمهالو ستراتيژيکو اړيکو د تړون لاسليک کول هم اسانه کړي:

"د دغه تړون په لاسليک کولو سره به نه يوازې دا چې شپنيز عمليات په ټوله کې افغاني شي ، بلکې دغه عمليات به د افغانستان د اساسي قانون سره سم پر مخ ځي.دا مهال افغان ځواکونه مسوليت لري چې هغه اورپکي ونيسي چې بې گناه افغانان وژني. امريکا د افغانستان سره په کړو ژمنو ټينگه ولاړه ده او د دغه تړون تر لاسليک کولو وروسته به د شیکاگو کنفرانس ته سترگې په لاره اوسو. هغه کنفرانس چې په ترڅ کې به يې د دواړو هيوادونو تر منځ د اوږدمهالو اړيکو ستراتيژيک تړون لاسليک شي."

له څو تيرو کلونو راهيسې افغان چارواکو د ناټو پر شپنيزو عملياتو کلکې نيوکې کولې.

بهرنيو ځواکونو دا عمليات د طالبانو په ځپلو کې اغيزناک بللي خو د ولسي خلکو ناخوښي او لاريونونه هم ورسره تړلي وو.

له بلې خوا دغه عمليات د افغانستان او امريکا د ستراتيژيک تړون په مخه کې هم يو خنډ بلل کيده.

ولسمشر حامد کرزي مخکې په پر له پسې ډول ويلي و چې شپنيز عمليات ورته د منلو نه دي.

افغان ولسمشر ټينگار کړى و که دا عمليات افغانانو ته و نه سپارل شي له متحدو ايالتونو سره به ستراتيژيک تړون نه لاسليک کوي.

خو ناټو به ټينگار کاوه او ويل به يې چې شپنيز عمليات د وسله والو مخالفانو د مشرانو د ځپلو تر ټولو خوندي لاره ده.

ورته مطالب