ولسي جرګې بیا د ۱۳۹۱ کال بودیجه رد کړه

ولسي جرګه
Image caption جرګې تېر ځل هم بودیجه د ناانډولۍ له کبله رد کړه، او له مالیې وزارت یې په بودیجه کې د یو لړ بدلونونو غوښتنه وکړه.

د افغانستان ولسي جرګې د ۱۳۹۱ کال لپاره وړاندیز شوې بودیجه ددویم ځل لپاره رد کړه.

د جرګې غړو د بودیجې د رد دلیل ناانډولي، زیربنايي پروژو ته نه پام کول او همدارنګه د ولسي جرګې غوښتنو ته جدي پام نه کول په ګوته کړي دي.

خو د جرګې هغه غړي چې د بودیجې د تصویب پلویان وو، ویل چې د بودیجې په رد کې سیاسي چلند شوی دی.

له اوږده بحث وروسته د ولسي جرګې رییس عبدالرؤف ابراهیمي د رایو پایله داسې اعلان کړه:

"نن د جرګې نصاب ۱۳۳ کسان و، د جرګې ۶۲ غړو د بودیجې د رد لپاره سره کارتونه وکارول، او ۴۹ د تایید رایې وې، شپږ رایې سپینې وې، دا چې ۱۹ کسانو ګډون نه و کړی، نو بودیجه رد شوه."

جرګې تېر ځل هم بودیجه د ناانډولۍ له کبله رد کړه، او له مالیې وزارت یې په بودیجه کې د یو لړ بدلونونو غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د جرګې د مالي کمیسیون رییس امیرخان یار د دغو بدلونونو په اړه وویل:

"په لومړۍ مسوده کې، د ملي بانک لپاره ۸۰ میلیون ډالر غوښتل شوي وو. د پارلمان ددواړو جرګو لپاره تقریباً ۶۳ اعشاریه ۱۸۹ میلیون افغانۍ اضافه شوې دي. د پراختیايي بودیجې په درو برخو کې زیاتوانلی راغلی."

خو د جرګې غړو دا تعدیلات کافي نه ونه بلل، او نیوکه یې کوله چې دا بدلونونه د اصلي بودیجې له طرحې جلا جرګې ته استول شوي دي.

بل خوا ځینو وکیلانو ویل چې مالیې وزارت لاهم په وړاندیز شوې بودیجه کې زیربنايي پروژو ته سم پام نه دی کړی.

ورته مطالب