په زرگونو کانکور پاتي خصوصي موسسو ته جذبیږي

Image caption دا مهال په افغانستان کې ۶۴ د خصوصي لوړو زده کړو موسسې شته.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزرات وايي د کانکور په آزموینه کې پاتې راغلي څه باندې ۱۸۰۰۰ کسان به د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته جذب شي.

د چارواکو په وینا شاوخوا ۸۰۰ تنه چې لوړې نمرې لري په وړیا توګه او له پاتې نورو به یې تر پنځوس سلنې فیس اخیستل کیږي.

تر دې وړاندې د پوهنې وزارت هم ویلي وو چې شاوخوا ۷۰۰۰۰ تنه به د نیمه لوړو زده کړو موسسو ته جذب کړي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي لوړو زده کړو له موسسو سره په تفاهم کې پرېکړه کړې هغه کسان چې په کانکور آزموینه کې یې د ۲۷۵ او ۲۲۰ تر منځ نمرې ترلاسه کړي د خصوصي لوړو زده کړو موسسو ته ور وپېژندل شي.

له دې سره به د کانکور په آزموینې کې د شاوخوا ۱۴۷ زرو کسانو له ډلې یوازې څه باندې ۱۷ زره کسان بې برخلیکه پاتې شي.

د افغانستان د لوړو زده کړو د محصلینو چارو د مرستیال وزیر بري صدیقي په وینا، هغه کسان چې د خصوصي لوړو زده کړو موسسو ته ورپېژندل کیږي، د لګښت پرې کولو په صورت کې کولای شي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

شاوخوا ۸۲۰ تنه چې د ۲۸۵ او ۲۷۵ تر منځ نمرې لري په وړیا توګه، او شاوخوا ۱۷۴۴۰ تنه د پنځوس سلنې فیس په ورکولو سره دغو موسسو ته ورپېژندل کیږي.

دا مهال په افغانستان کې ۶۴ د خصوصي لوړو زده کړو موسسې شته چې تر ۵۰۰۰۰ کسان په کې په زده کړو بوخت دي.

دا شميره د دولتي پوهنتونو په پرتله ډېره لږ ګڼل کیږي.

د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو مشر مسعود ترشتوال وايي دوی دا مهال وړتیا لري چې ډېر شمېر محصلین خپلو موسسو ته جذب کړي:

"موږ دا ویلي چې د طب په پوهنځیو کې د جذبولو وړتیا او ظرفیت نه لرو، خو د انساني علومو په نورو څانګو کې د جذب ښه وړتیا لرو. یوازې په کابل کې د لوړو زده کړو ۳۰ خصوصي موسسې شته.دغه راز په هرات ، بلخ ، ننګرهار او نورو ولایتونو کې هم دا ظرفیت لرو . موږ هڅه کوو چې دا وړتیا نوره هم پراخه او زیات شمېر محصلین جذب کړو"

د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي ددې تر څنګ به ۴۵۵ تنه نور چې تر ۲۸۵ لوړې نمرې لري دولتي پوهنتونونو ته جذب شي.

سږ کال شاوخوا ۱۴۷ زره کسانو د کارنکور آزموینه ورکړې وه چې له هغې ډلې یې څه باندې ۴۰۰۰۰ تنه دولتي پوهنتونونو، شاخوا ۷۰۰۰۰ یې د پوهنې وزرات له خوا نیمه لوړو زده کړو موسسو او دا دی څه باندې ۱۸۰۰۰ کسان یې د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته جذبیږي.

ورته مطالب