''د نورستان دوه ولسوالۍ له سقوط سره مخامخ دي''

اوس د افغانستان د ولسي جرگې د کورني امنيت کميسیون اندېښنه ښوولې ده او ويلي دي چې د نورستان دوه ولسوالۍ کامديش او برگ مټال د حکومت د وسله والو مخالفانو له خوا د سقوط سره مخامخ دي. د انځور حقوق Demotix
Image caption نورستان د افغانستان په ختيځ کې پروت غرني ولايت دى چې له پاکستان سره گډه پوله لري.

د افغانستان د ولسي جرگې د کورني امنيت کميسیون اندېښنه ښوولې ده او ويلي دي چې د نورستان دوه ولسوالۍ کامديش او برگ مټال د حکومت د وسله والو مخالفانو له خوا د سقوط سره مخامخ دي.

ياد شوي کميسون، د افغانستان له کورنيو چارو وزارت، دفاع وزات او ملي امنيت نه غوښتنه وکړه چې دې ستونزې ته جدي پام وکړي.

نورستان د افغانستان په ختيځ کې پروت غرني ولايت دى چې له پاکستان سره گډه پوله لري.

مخکې افغان چارواکو ويلي وو چې دغه ولايت ته له پاکستانه اورپکي را اوړي او تر بريد وروسته بېرته په خوندي ډول هغه هېواد ته اوړي.

د ولسي جرگې د ياد شوي کميسیون غړي نعيم احمدزي لالي وويل چې په ياد شوي ولايت کې ددغو ولسواليو د کلابندۍ لپاره د افغان طالبانو تر څنگ پاکستاني، چيچينايي، عرب او ازبک جنگيالي هم را ټول شوي دي.

ښاغلي لالي په دې برخه کې د پړې گوته پاکستان ته ونيوله چې گواکې ددغه ولايت امنيت گواښي.

خو پاکستان په پرله پسې ډول دغه راز تورونه ناسم بللي بللي دي.

ښاغلي لالي د افغانستان له دفاع وزارت، کورنيو چارو وزارت، او ملي امنيت نه غوښتنه کړې ده چې د نورستان ستونزې ته سم لاسي پام واړوي.

د انځور حقوق
Image caption طالبانو په نورستان کې د پاکستاني طالبانو د امربالمعروف ډلې د شتون په اړه څه نه دي ویلي.

خو د افغانستان دفاع وزارت دا اندېښنې جدي نه بولي او وايي په هغه ولايت کې کافي ځواکونه لري او که اړتيا وليدل شوه له نورو ختيځو ولايتونو به هم ځواکونه ورواستوي.

مخکې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې کواگې د حکومت وسله وال مخالفان په نورستان کې له خلکو باج اخلي او سیمه یيز وگړي ځوروي.

داسې راپورونه هم خپاره شوي چې په نورستان کې د افغان حکومت دغه وسله وال مخالفان تورې جامې اغوندي، امر بالمعروف بولي ځانونه، او چې د چا ږيرې لنډې وي، سزا ورکوي.

ورته مطالب