‌جنرال وردګ وايي افغانستان ناشکره ملت نه دی

وردگ
Image caption جنرال وردگ د يوۀ لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ واشنگټن کې په خبرو بوخت دى

د افغانستان د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ له خپل امريکايي سيال سره په خبرو کې د امريکا له ولس څخه د دوی د قربانيو مننه وکړه او ويې ويل:

" افغانستان يو ناشکره ملت نه دی".

جنرال وردګ چې د يوې لوړ رتبه ډلې په مشرۍ د امريکا په پلازمينه واشنګټن کې دی، د سه شنبه په ورځ ( د اپريل ١٠) د امريکا د دفاع له وزير ليان پينيټا سره يوه دوه ساعته ناسته درلوده.

ده په خپلو خبرو کې د امريکا د دوامدار ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه چې دده په وينا د انتقال د بهير د برياليتوب لپاره اړينه چاره ده.

افغان وزير زياته کړه :

"افغانستان په يو حساس پړاو کې قرار لري، خو تر کلونو هلو ځلو وروسته موږ خپلو موخو ته نژدې شوي يوو او هيلې په عملي پرمختګونو بدلې شوي دي."

جنرال وردگ وويل:

" هيڅوک بايد د برياليتوب پر لور زموږ پر تکل شک ونه لري، دا زموږ د بقا پوښتنه ده، او موږ هيله نه لرو چې له اړتيا زيات د امريکايانو او نړيوالو د اوږو بار اوسو."

د کورنيو چارو وزير بسم الله خان محمدي چې په دې لوړ رتبه ډله کې شامل دی هم په خپل وار امريکايي کوربه ته د ټولو سرښندنو کورودانی ووايهٔ.

تر دې دمخه د امريکا د دفاع وزير ليان پينيټاخپل افغان سيال ته د ملي اردو او پوليس په پرمختګ مبارکي وويله او غښتلې اردو او پوليس يې د امنيتي چارو د مشرۍ د انتقال لپاره مهم وبلل.

پنيټا د امريکا او افغانستان ترمنځ د تېرې ورځې تړون وستايهٔ او هغه يې د افغانانو په مشرۍ د عملياتو د انتقال په لور يو اړين ګام وبالهٔ.

ده تمه وښوده چې د امريکا او افغانستان ترمنځ پر ستراتيژيک تړون به بحث وکړي او هيله ده چې ډېر زر دواړه غاړې يوې موافقې ته ورسېږي.

په دې کتنه کې د افغان ځواکونو د روزنې پر پلانونو او په شيکاګو کې پر کېدونکې ناټو سرمشريزې هم خبرې وشوې.

تر دې وړاندې، د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ايالاتو ځانګړي استازي مارک ګروسمن د متحده ايالاتو د سولې د انستيتيوت يوې غونډې ته په وينا کې اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيک تړون لپاره مذاکرات بېرته په رسمي ډول پيل شوي دي.

ده واضحه کړه چې ستراتېژيک تړون د هغه پيغام يوازې يوه برخه ده چې امريکا به د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته هم په افغانستان کې خپلې ښکېلتيا ته ادامه ورکړي.

ورته مطالب