لسګونه زره افغانان وياګرا کاروي

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي يوازې د سيلدنافيل درملو ته د پلور جواز ورکړل شوی.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي په کال کې د جنسي غريزې پاروونکې يا سیلدنافيل څه باندې دوه ميليونه ګولۍ افغانستان ته په قانوني ډول واردېږي او همدومره نورې له غير قانوني لارو.

د دغه درمل اصلي نوم سیلد نافيل دی، خو د وياګرا، سياليس، بلک کوبرا يا تور مار او بلومن په تجارتي نومونو په بازار کې پلورل کېږي.

اوس د دغو درملو کارول د ځوانانو په مېنځ کې زيات شوي پرته له دې چې په زيانونو يې وپوهېږي.

د جنسي مقاربت د زيات دوام لپاره لپاره خلک ګولۍ، پيچکارۍ، مرهم او سپرې کاروي، خو د افغانستان د روغتيا وزارت وايي يوازې همدا د سیلدنافيل ګولۍ يې د خرڅولو جواز لري.

د جنسي غريزې د بيدارولو درمل ډاکټران يوازې هغو ناروغانو ته ورکوي چې جنسي غريزه يې کمزورې وي، خو په بازار کې يې ازاد پلور نور هم اخيستو ته هڅولي دي.

د کابل ښار په دوو سيمو کې دغه درمل په اسانۍ ترلاسه کېدای شي چې يوه يې د ښار له ګڼې ګوڼې ډکه سيمه، د پلخشتي د پله سر ده.

دلته د ګوليو بيه دومره ګرانه، نه ده او د يو پاکټ چې څلور يا پنځه ګولۍ لري قيمت يوازې د ۷۰ او ۲۰۰ افغانيو ترمنځ ده.

د پاکټ په شا د ښځو او نارينه وو نيمه بربنډ تصويرونه دي چې پلورونکو دا د لارويانو د پام ور اړولو لپاره د کاغذي صندوقونو په سر ايښي دي.

د دغو درملو پلورونکي پرته له دې چې د درملو په زيانونو وغږېږي، د دغو درملو اخيستو ته تشويقوي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت شپږ کاله وړاندې سیلدنافيل درمل چې د جنسي ځواک بیداروونکې ماده ده د جواز لرونکو درملو په لست کې شامله کړه.

د روغتيا وزارت د فارمسۍ د ادارې مشر عبدالحفيظ قريشي وايي په کال کې له دوه نيم ميليونه نه زياتې ګولۍ په قانوني ډول افغانستان ته واردېږي.

ښاغلی حفيظ وايي همدومره نورې په غير قانوني ډول په بازارونو کې پلورل کېږي:

"افغانستان ته په تير يوه کال کې د جنسي غريزې د بيدارولو څه باندې دوه ميليونه ټابلېټه له قانوني لارو وارد شوې دي. د دغو درملو ټوله بيه شاوخوا اتيا زره ډالره کېږي."

دی وايي د دغو درملو پلورل يوازې د ډاکټر د لارښوونې پر اساس جواز لري، خو ویل کېږي چې د درملتونو مالکان د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره هغو ته هم دا درمل ورکوي چې د ډاکټر نسخه ورسره نه وي.

خو د کابل ښار د يو شمېر درملتونونو مالکان وايي د وياګرا ګولۍ يوازې د ډاکټر د لارښوونې له مخې ناروغانو ته ورکوي.

ډاکټران دغه درمل هغو کسانو ته ورکوي چې جنسي وړتيا يې ګډوډه او يا هم کمزورې وي.

د دغې برخې پوهان رواني ستونزې، سګرټ څکول او شراب څښل هغه لاملونه يادوي چې له مخې يې يو کس د دغو درملو استعمالولو ته هڅېږي.

يو شمېر ډاکټران دا هم وايي چې زياته ککړه هوا هم کېدای شي د دغې ناروغۍ د پيدا کېدو لامل وګرځي.

خو د دغو درملو ډېری کاروونکي پرته له دې چې متخصص ډاکټر سره پرې سلا وکړي دغه درمل کاروي.

يو ځوان چې ځان په مستعار ډول ناصر راپېژني وايي پرته له دې چې کومه اړتيا ورته ولري د جنسي پارونې دغه درمل يې دوه درې ځله کارولي دي.

دی وايي يوازې غوښتل يې چې له جنسي نژدېوالې زیات خوند واخلي.

د سيلدنافيل درملو کارول د هر چا لپاره خورا خطرناک دي او د هغو لپاره بيخي زهر دي چې د زړه، ځيګر او بډوډو ناروغي لري.

ډاکټران دا وړ کسانو ته د دغو درملو ګواښ په لومړۍ درجه بولي او وايي ښايي د مرګ کومي ته يې ورسوي.

سردرد، کنګستوب، زړه بدي او ضعف هغه علامې دي چې د دغو درملو له استعمالولو وروسته يې کاروونکي ورسره مخامخ کېږي.

دغه علامې ډاکټران او هم هغه کسان تاييدوي چې د جنسي غريزې د بيدارولو درمل يې کارولي دي.

دا چې په ازاد بازار کې د دغو درملو د خرڅلاو د مخنيوي لپاره څه شوي په اړه يې هره اداره د ځان سپيناوی کوي.

د دغه وزارت د فارمسۍ د ادارې مشر عبدالحفيظ قريشي وايي، دا درمل د روغتيا په برخه کې د څو حکومتي ادارو له څار او کنټرول وروسته بازار ته وځي.

خو په ازاد بازار کې د دغو درملو موندل، هغو ته د خلکو د کارولو تلوسه نوره هم ور ډېره کړې ده.

د افغانستان د روغتيايي قوانينو د تطبیق د څار اداره چې د دا ډول درملو د ټولولو او له منځه وړلو دنده ورله غاړې ده وايي بيا بيا يې د دغو درملو د خرڅولو مخه نيولي، خو لا هم د يوې ستونزې په توګه پاتې ده.

د دغې ادارې مشر سيد ابراهيم کامل وايي په وروستيو مياشتو کې يې څو ځله دغه ناقانونه درمل او د دې پلورونکي نيولي او پوليسو ته يې معرفي کړي دي:

"په لسګونه وارې موږ د د ښار له دوو ځايونو چې يو يې په پلخشتي کې ده او بل يې په سرای شمالي کې ده، دغه درمل او کسان نيولي دي.

موږ نه شو کولی چې هر ورځ يو کس د پلخشتي پر سر ودروو. پوليس له موږ سره همکاري نه کوي، په داسې حال کې چې د دوی د پوستې په لس مترۍ کې دغه غيرقانوني درمل پلورل کېږي."

سره له دې چې دغه درمل بايد د ډاکټر له لارښوونې پرته ونه کارول شي، خو ځينې داسې بهرني وېبپاڼې شته چې د دغو درملو لپاره تبليغات کوي او يو کس کولی شي چې د انلاين له لارې يې هم واخلي.

دغه درمل تر ډېره په لويو ښارونو کې خلک کاروي او اوس يې خال خال د افغانستان کليو او بانډو ته هم مخه کړې ده.

څلور کاله وړاندې واشنګټن پوسټ راپور ورکړ چې د امريکا څارګرې ادارې د طالب وسله والو په اړه د معلوماتو ټولولو لپاره سيمه ييزو قومندانانو ته د جنسي ځواک د زياتولو ګولۍ ورکړې وې.

يو قومندان چې څلور ښځې يې درلودې د دغو درملو له مصرفولو وروسته دېته حاضر شو چې د دغو ګوليو په بدل کې د طالبانو د ځای ځايګي په اړه د امريکا سي آی اې ته معلومات ورکړي.

دا يوازې وياګرا ګولۍ نه دي چې په افغانستان کې په غير قانوني ډول په ازاد بازار کې پيدا کېږي.

هيرويين او چرس نور هغه توکي دي چې افغان حکومت په ټنګه منع کړي، خو په بازارونو کې په اسانۍ ترلاسه کېدای شي.

ورته مطالب