د سولې شورا: حزب اسلامي کابل ته د خبرو پلاوی استوي

افغان سولې شورا د انځور حقوق Getty
Image caption د سولې عالي شورا له وسله والو مخالفانو سره د روغې او سولې ته د دوی د رابللو هڅې کوي.

د افغانستان د سولي عالي شورا وایي د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامی حزب پتېیلې چې راتلونکې اونۍ د سولي د خبرو د بیا پیل په موخه یو واک لرونکی پلاوی کابل ته ولېږي.

دا خبره داسې مهال شوې چې حزب اسلامي شاوخوا دوې اونۍ وړاندې اعلان کړی و چې افغان دولت د دوی غوښتنې له پامه غورځولې نو ځکه یې د سولي خبرې ځنډولې وې.

له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د ایستلو مهال وېش د دغې ډلې له خوا د خبرو اترو لپاره یو عمده شرط و.

د سولي عالي شورا یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي چې افغان دولت دا ځل هڅه کوي تر خپله وسه د مقابل لوري پر شرطونو غور وکړي.

افغان دولت وایې په نژدې راتلونکي کې د ګلبدین حکتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له استازيو سره د سولې خبرې اترې پیلېدونکې دي. دغه خبرې شاوخوا دوې اونۍ وړاندې د دغه ګوند له خوا ځنډول شوي وې. د حزب اسلامي استازيو ویلي وو چې افغان دولت د سولې ټینګښت لپاره هېڅ د پام وړ پلان نه لري او د خبرو لپاره د دوی مخکیني شرطونه ګنې له پامه غورځول شوي د ي.

خو د سولي عالي شورا چارواکي اوس د سولې بهیر پر لار د خنډونو او ستونزو شته والی نه ردوي، خو وایي چې له وسلوالو مخالفانو سره د خبرو لپاره خپلې هلې ځلې روانې ساتي.

د سولې عالي شورا یوه غړي محمد اسماعیل قاسمیار بي بي سي ته ویلي ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د حزب اسلامي له واک برخمن يو پلاوی کابل ته راشی او د دغې شورا له غړيو سره به د سولي پر لارو چارو خبرې وکړي.

"موږ هيلمن يوو چې په نژدې راتلونکي کې د حزب اسلامي د مشرتابه لوري يو صلاحيتمند پلاوی کابل ته راشي. موږ هيله لرو دغه رسمي او جدي خبرې چې په کابل کې به ترسره کېږي، د افغانانو ترمنځ به وي."

تر دې وړاندې حزب اسلامي اعلان کړی و چې تر هغه به د سولي خبرو ته حاضر نه شي چې د دوی مخکیني شرطونه ونه منل شي. خو ښاغلی قاسمیار وایي ټاکل شوې په دغو خبرو کې د دغه ګوند پر شرطونو بحث وشي.

"دوی به شرطونه لري، خو داسې وړاندې شرط چې ووايی تر هغه چې دغه شرطونه پلې نه شي، موږ به خبرو ته نه کېنو، له نېکه مرغه داسې خبره نه شته. ان شاء الله موږ به خبرو ته کېنو او بيا به پر شرطونو هم وغږېږو، او هغه روا غوښتنې چې دوی لري موږ به هم له خپل وس سره سم ورته رسېدنه وکړو."

د دغه پلاوي د جوړښت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو افغان چارواکي هیله ښیې چې دغه خبرې به د سولي له بهیر سره د حزب اسلامي د غړيو یوځای کېدو ته لاره پرانیزي.

له دې وړاندې د طالبانو ډلې هم له افغان دولت او امریکایانو سره د سولې خبرې له دې کبله ځنډولې وې چې د دوی په خبره امریکا روښانه دریځ نه لري. خو له دې سره سره په کابل کې د امریکا سفارت په خپلو وروستیو څرګندونو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پای ته رسولو په موخه له طالبانو سره خبرو ته خپل چمتو والی اعلان کړی دی. خو افغان حکومت تل ټینګار کړی چې د سولي د خبرو مشري باید په خپله د افغانانو پر غاړه وي.

ورته مطالب